نړیوال خبرونه

د کرونا د مخنیوی په اړه د سارک مشرانو غونډه وکړه

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وایي چې محمد اشرف غني دې غونډه کې وویل چې په جنوبي اسیا کې تر ډېره بې‌وزله خلک ژوند کوي، نو ځکه دغه سیمه تر ټولو ډېره له ګواښ سره مخامخ ده.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي غني په حواله ویل شوي چې د سارک غړي هېوادونه باید یوه ګډه کاري ډله رامنځته کړي چې وخت په وخت د دغه وایروس د مخنیوي په هدف همغږي وکړي او تجربې سره شریکې کړي.

افغان ولسمشر غونډې ته ویلي، دغه هېواد کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې د یکشنبې تر ماښامه ۱۶ ښودل شوي او د دې وایروس له امله افغانستان کې څوک مړه شوي نه‌دي.

محمد اشرف غني غونډه کې له ایرانه د ده په ټکو د افغانانو په بې‌برنامې راستنېدو اندېښنه ښودلې او دغه چاره‌یې د سیمې لپاره لویه ننګونه یاده کړې ده.

محمد اشرف غني ویلي، د پولو تړل یو مهم ګام دی، خو ټینګار یې کړی چې د دارو درملو او لومړنیو توکو لېږد رالېږد باید محدود نه‌شي.

د سارک یا جنوبي اسیا هېوادونو د همکارۍ سازمان ۸ غړي لري چې افغانستان، هند، پاکستان، نیپال، بنګله‌دېش، سریلانکا، مالدیف او بوتان په‌کې دي.

د سارک سازمان په فوق‌العاده غونډه کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي وړاندیز کړی چې د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره باید د مرستو یو بېړنی وجهي صندق هم جوړ شي.

ښاغلي مودي زیاته کړې، هېواد یې چمتو دی چې لومړي ګام کې له دې صندق سره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته هم وکړي.

د افغانستان له اړخه هم له دغه صندق سره د مرستې ډاډ ورکول شوی دی.

د سارک په پرونۍ غونډه کې هوکړه شوې چې یوه اوونۍ وروسته به بله ورته غونډه جوړېږي چې روغتیایي او اقتصادي متخصصین به ګډون په‌کې کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button