نړیوال خبرونه

د کرونا ناروغی تازه حال

د کرونا ناروغی تازه حال د کرونا ویروس د هرې شېبې پرمختګ او خونړۍ کیدلو راپورونه ورکول کیږي او تر اوسه پورې یو شمېر هېوادونو د دې ناروغۍ د دویمې  څپې د راتګ لپاره پوره چمتوالی نیولی د افغانستان حکومت هم د کرونا ناروغی دویمې چپې لپاره چمتوالی نیسي

د ټولې نړۍ نه راټول شوي مالومات ښيي چې په کرونا څه کم ۵۲ میلیونه انسانان اخته سوي چې هره شېبه دا شمېره د لوړیدلو په حال کې ده اویو شمېر هېوادونه يې په زیاته اندېښنه کې اچولي وو.د دې کسانو له جملې څخه کرونا ناروغي تراوسه د ۱۲ لکه ۷۹ زره په شاوخوا کې انسانان وژلي او تر ۳۶ میلیونه زیات انسانان بیرته له کرونا ناروغي څخه روغ سوي هم دي یو شمېر اروپايي هېوادونو ویلي چې د قرنطین په بیاځلي رامنځ ته کیدلو غواړي د کویډ١٩ د دویمې څپې د راتګ سره مبارزه وکړي خو  داسې بریښي چې دا مبارزه خورا کمزوري ده او داسې انګیرل کیږي چې په نژدې راتلوونکي به دا ناروغي په نړۍ کې زیات انسانان مړه کړي د نړۍ په کچه امریکا، هند او په ترتیب برازیل هغه هېوادونه دي چې د کرونا ډیري پیښي پکښي ثبت شوې دي

د راپورونو له مخې امریکا کې هره شېبه د کرونا ناروغي  څخه لسګونه کسان وژل کیږي او سلګونه پرې مبتلا کیږي د امریکا د روغتیا پالانو د شمېرو له مخې څه باندې لس نیم میلیونه امریکایان په کرونا ناروغي باندې اخته سوي چې له جملې څخه يې ۲۴۵ زره کسان مړه سوي او نژدې شپږ نیم  میلیونه بیرته ترې رغیدلي امریکا ډیر کوښښ وکړ ترڅو د کرونا په وړاندې مبارزه وکړي او واکسین جوړ کړي.

خو تراوسه دا هېواد نه دی توانیدلی چې یا خپله مبارزه بریالي کړي او یاهم د دې ناروغۍ لپاره واکسین جوړ کړي امریکان د نورو کړکیچونو سره سره د کرونا سره هم په ویره کې ژوند کويله امریکا وروسته هند هغه هېواد دی چې د کرونا ډیري پیښي لري په دې هېواد کې

خپلكارى مسوده
نړی او کرونا

د یادونې وړ ده چې افغانستان کی هم هره ورځ دا وبا خلک نیسي او لا هم دکرونا ویروس له امله ژوند له لاسه ورکوي خو د پخوا په پرتله کم شوی او تمه کیږي چې د ژمي په راتلو سره به دومره زیات ورانی ونکړي او زیات خلک به ېې له امله مړه نشي خو بیا هم د رغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې باید دویمې چپې ته ټول هېوادونه چمتوالی ونیسي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button