نړیوال خبرونه

د کرونا وایروس اول ځل پيژندلو واله ډاکټر خپله د دغه وایروس له امله ومړ

کلن ۳۴ کلن ډاکټر ونلیانګ چینایي روغتیا پال، چې د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس خبر ورکړی وو، پخپله د همدې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

نوموړي ډاکټر چې خپله د سترګو متخصص وو، د لومړي ځل لپاره خبر ورکړ، چې سارس ته ورته ویروس ته متوجه شوی دی.

د هغهله لوري د دې خبر تر خپرېدو څلور ورځې وروسته، پولیسو لي د آوازو په خپرولو تورن کړی وو.

لي څو ورځې وړاندې اعلان چې په کرونا ویروس اخته شوې او د جمعې په شپه ناوخته یې د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

راپورونه ،چې (بي بي سي) او (سي ان ان) لخوا خپاره شوي وو، ویل شوي د ډسمبر په وروستیو او د جنورۍ په لومړیو کې، د لي ونلیانګ په نوم روغتیاپال چې د وهان په روغتون کې په خدمت بوخت دی، د ناروغانو د معاینې او کتنې پر مهال د سارس ناروغۍ ته ورته نښې ليدلې او خپلو همکارانو ته یې د یو نوي ډول ویروس د خپرېدو خبر ورکړ.

د چین پولیسو لي ته ګواښ کړی وو، چې د دې خبر له خپرولو دې ډډه وکړي، کنه نوموړی به د عامه اذهانو  مغشوش کولو په تور، قانوني چلند سره مخ شي.

ډاکټر لي، چې ۳۴ کلن وو، د آمریکا سي ان ان ته ویلي وو، د تېرې شنبې په ورځ تائید شوه ، چې نوموړی پخپله هم پدي ناروغۍ اخته شوی دی.

اوسمهال د کرونا په ناروغۍ ۲۸۲۰۰ تنو د اخته کېدو او د ۶۱۸ تنو د مړینې خبر ورکړل شوې. دا شمېره په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button