لوبې خبرونه

د کرکټ اینده پلانونو په اړه عزیزالله فضلي تازه څرګندونې

د کرکټ اینده پلانونو په اړه عزیزالله فضلي تازه څرګندونې.د افغانستان کرکټ بورډ نوی ګمارل شوی مشر عزیزالله فضلي د طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې یو شمېر تازه څرګندونو کې د کرکټ په په اړه غږېدلی.

عزیزالله فضلي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ۱۹ کاله د افغان کرکټ بورډ سره نږدې پاتې شوی یم، هغه وویل چې ۹ کاله یې د زونونو په کچه کرکټ هم کړی او ۲۰۰۵ م کال کې یې نړیواله لوبه هم کړې ده.او او اوسمهال هم کرکټ سره ډېره علاقه لري.

هغه زیاته کړه چې کرکټ او سیاست توپیر لري، دا چې کرکټ کې تجروبه لرم او اړوند ادارې سره نږدې پاتې شوی یم نو اسلامي امارات دا دې بست لپاره غوره وګڼله.چې د کرکټ چارې پر مخ یوسم.

20210901 102837

له عزیزالله فضلي وپوښتل شول چې تاسو د شپږیزه کرکټ لیګ «ډرافټ» مراسمو کې د دوه نړیوالو لوبډلو افغانستان ته د رتګ خبر ورکړ.عزیزالله فضلي تایید کړه چې دوه لوبډلې به نږدې راتلونکي کې افغانستان ته راشي،

هغه وویل چې اوس له وخت وړاندې خبرې دي، خو ډېر ژر به د اسیایي هېوادونو دوه لوبډلې چې یو یې د کرکټ نړیوالې شورا سره بشپړ غړی لرونکی هېواد دی، او دوهمه لوبډله به د دوهمې درجې هېواد وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button