لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي څه راز و چې افشاشو

د افغانستان کرکټ بورډ د اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي هغه راز افشا شو، چې نوموړى پنځه ځلې د کرکټ بورډ په ټيکټ باندې رسمي دوبۍ ته تللى، خو په دوبۍ کې له مېدان بهر ته نه دى پرېښودل شوى او بېرته په شخصي ټيکټ باندې افغانستان ته راغلى.

د افغانستان کرکټ بورډ يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزى دوبۍ ته نه شي تللى ځکه هلته پرې د ورتګ بندېز لګېدلى دى.

دغه سرچينه وايي، چې د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي اجراييوي غونډې په دوبۍ کې ترسره کېږي او لطف الله ستانکزى چې پنځه ځلې د دغه غونډې په نوم دوبۍ ته تللى دى، بېرته په هماغه ورځ هېواد ته راستون شوى دى، خو په ځان يې څوک نه دي خبر کړي.

ياده سرچينه زياتوي، چې تېره اونۍ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى له دې خبرې خبر شوى دى او هغه اوس په دې لټه کې دى چې لطف الله ستانکزى ليرې او پر ځاى يې بل کس وګماري.

ويل کېږي چې اجراييه رييس لطف الله ستانکزى هر ځلې په کرکټ بورډ باندې دوبۍ ته د تګ ټيکټ په الوتکه کې رااخلي، خو کله چې دوبۍ ته لاړ شي، نو هلته بيا نه شي کولاى چې له هوايي مېدان نه بهر لاړ شي، همدا راز په هوايي مېدان کې بيا ډېر وخت هم نه شي تېرولى، نو دوبۍ هوايي مېدان کې له کوزېدو وروسته بېرته د افغانستان ټيکټ په خپل شخصي لګښت اخلي او هېواد ته راستنېږي، خو ښکاره کوي داسې چې هغه دوبۍ ته تللى و او هلته يې د کرکټ نړيوالې شورا په غونډه کې ګډون کړى او بېرته هېواد ته راستون شوى دى، ځکه ويل کېږي چې څو ورځې په کور کې تېروي او له هغه وروسته کرکټ بورډ ته ځي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button