لوبې خبرونه

د کریسټیانو رونالډو ماشومتوب او ژوند

رونالډو وايي چې له ماشومتوبه د فوټبال سره سخت مینه وال و

کریسټیانو رونالډو په ۱۹۸۵ کال د فبروري په ۵مه نېټه، په یوه غریبه کورنۍ کې زېږېدلی دی.

هغه وايي چې له ماشومتوبه مې له فوټبال سره مینه وه. هغه زیاتوي چې د فوټبال توپ یې نه درلود، جرابې ته به یې زړې ریتاړې ور ننویستې، توپ به یې ترې جوړ او بیا به یې لوبې ورسره کولې. د رونالډو استاده «ماریا دوس سانتوس» وايي: «هر کله به چې رونالډو له درس فارغېدو نو پاتې ساعتونه به ټول له فوټبال سره بوخت و.»

cristiano2
کریسټیانو رونالډو ماشومتوب

رونالډو د پرتګال په ټیم کې لوبېږي او په نړۍ کې مشهور او پېژندل شوی فوټبالر دی. هغه په بې ساري تخنیکونو سره وکولی شول چې په فوټبال کې نوښت راولي او له همدې وجې په نړۍ کې مشهور شي.

له فوټبال سره د رونالډو له ماشومتوبه مینه

رونالډو لا ۸ کلن و چې د فوټبال نړۍ ته یې مخه کړه. د هغه پلار د تدارکاتو په دنده کې مصروف و، خو ژوند یې بیا هم له غربته خالي نه و.

cristiano3
کریسټیانو رونالډو او د هغه ماشوم زوی

رونالډو لا ۲۰کلن و چې پلار یې د الکولو د څښلو له امله ساه ورکړه او د دنیا ټول جنجالونه په ځوانۍ کې رونالډو ته ورله غاړې شول.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ حجاب لرونکې لوبغاړي د مینه‌والو پام ور اړولی

نور ولولئ: سعودي به د ۲۰۲۴ فوټبال نړیوال جام کوربه وي

نور ولولئ:  د ښځو فوټبال نړیوال جام، د انګلنډ ښځینه فوټبال لوبډله پای‌لوبې ته لار ومونده

دغه فوټبالر هغه وخت د نورو ټیمونو پام ځان ته واړوه چې په ۱۶ کلنۍ کې یې په یوه لوبه کې ۲ ګولونه ووهل او خپل ټیم ته یې بریا ورپه برخه کړه.

هغه په هغه اولو کې په زړه پورې لوبې ترسره کړې. رونالډو د غوره لوبو له کبله په ۲۰۰۹ کال کې د زرو توپ جایزه هم ترلاسه کړه چې ددغه توپ بیه ۹۴ میلیون ډالره وه.

cristiano4
د سرو زرو کپ چې رونالډو ګټلی

له ریال ماډریډ سره د رونالډ یو ځای کېدل د هغه لپاره یو نوی پیل و. هغه د ریال ماډریډ لوبډله کې داسې رول ولوباوه چې ډېری ویاړونه یې د ځان په نوم ثبت کړل. رونالډو د فوټبال له برکته داسې وځلېد چې تراوسه یې ۵ د سرو زرو توپونه ګټلي دي.

د رونالډو اوسنی شخصي ژوند

د رونالډو لومړی زوی د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۷مه دنیا ته راغی چې ددغه لومړني زوی مور یې معلومه نه ده.

cristiano
cristiano

رونالډو له یوې روسۍ موډلې «ایرینا شایک» سره مینه درلوده چې ددوی دواړو اړیکو ۵ کاله دوام وکړ، خو وروسته له ۵ کالو له یوه او بله جدا شول.

رونالډو چې کله له ایرینا شایک بېل شو، نو بیا یې جیورجینا رودریګز سره د مینه تار وغځاوه چې اوس له هغې څخه د الانا مارتینا په نوم یوه لور هم لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button