Uncategorized

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو تبلیغاتي ډلې د کرېکټ پر لوبغاړو نیوکې کړي دي

د طالبانو دغه ډله په ټولنیزو رسنیو کې لیکي چې د کرېکټ لوبغاړي دې خپل کرېکټ کوي، ددوی د نجونو پر مکتبونو او پوهنتونونو څه کار دی.

وروسته له هغه چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو زده کړې منع کړې، د کرېکټ د ځینو لوبغاړو په ګډون په براخه توګه پر دغې پریکړې نیوکې وشوې. اوس طالب تبلیفاتي ډلو د کرېکت ځینو لوبغاړو باندې نیوکې پیل کړي.‌

لوبغاړو ته د سپکاوي پوسټونه

په دغو تبلیغاتو کې ځینو طالب پلوو پر اېکس د دغو کرېکټ لوبغاړو ځیني شخصي انځورونه خپاره کړي او توهین کوونکي کلمات یې ورسره کارولي دي.

د طالبانو د تبلیغاتي ډلې یو کس پر اېکس په توهیني ډول لیکلي، چې اوس دوی موږ ته د قران او حدیث تشریحات راکوي او اخطار یې ورکړی چې له دې کارونو لاس واخلي کنه سبا به بیا ژاړي.

بل طالب لیکلي: «کرېکټران دې د کرېکټ په چوکاټ کې ووسي، کنه نو د کرېکټ د بستر د ټولولو انتظار دې وباسي.»

نور ولولئ: له هر ډول زده کړو د نجونو راګرځولو ته غبرګونونه

نور ولولئ: د کرېکټ یو شمېر لوبغاړي: د نجونو پر مخ د زده کړو مرکزونو بندېدل د توجیې وړ نه دي

دا هم ولولئ:  عمران خان ویلی د افغانستان کرکټ راتلونکی روښانه دی

نور ولولئ: ملا هیبت الله ته ملا ضعیف؛ هلته به پوه شې چې دې عقل سر ته راشي

د افغانستان د کرېکټ پیاوړي لوبغاړي او لوبډلمشر راشد خان پرون د چارشنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي و، چې د نجونو پر مخ د تعليم او طبي څانګو د تړل کېدو خبرونو خواشینی او مایوسه کړی دی.

افغان مخکښه کرېکټ لوبغاړي محمد نبي پرون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و، چې د نجونو پر مخ د طبي زده کړو د مرکزونو تړل د ټول هېواد او ملت په زيان دي. نوموړي ویلي و: «دا پرېکړه یوازې ددې نجونو راتلونکي ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي.»

محمد نبي د طالبانو دغه پرېکړه بې انصافي بللې او غوښتنه يې کړې، چې طالب چارواکي دې پر دې پرېکړه جدي غور وکړي.

یو بل طالب مبلغ

د طالبانو د تبلیغاتي ډلې بل غړي د راشد خان او محمد نبي د عکسونو پر خپرولو سره لیکلي: «عجیبه زمانه شوه مولویان، مفتیان او شیخان بر ځای ناست دي، د احادیثو تشریحات د وخت د فحاش خلکو څخه اورو.»

د کرېکټ ځوان او پیژندل شوی لوبغاړي رحمان الله ګربز پر خپلې فېسبوک پاڼې پرون د قران یو ایت او حدیث چې پر زده کړې ټېنګار کوي له پښتو ژباړې سره خپاره کړي وو.

ګربز د ایت او حدیث ترجمه په دې توګه لیکلې وه: «اې بنده ولوله د خپل هغه رب په نوم چې تاسو یې پیدا کړي یاست.

تعليم پر ټولو مسلمانانو (نر او ښځې )فرض دی.»

دې ته ورته د طالبانو د تبلیغاتي ډلې له خوا پر کرېکټ لوبغاړو ډېرې نیوکې شوي چې وايي، دوی دې خپل کرېکټ کوي او نورو مسایلو کې دې لاسوهنه نه کوي.

دا هم ولولئ:  د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به ۲۰ اورزیر نړیوال جام کې له چا سره لوبېږي؟

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو امیر ملا هیبت الله اخوندزاده د نجونو پر مخ د طبي زده کړو دراوزې هم د یو فرمان په خپرولو سره وتړلې.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button