نړیوال خبرونه

د کعبې پخوانی امام په لس کاله بندی شو

شیخ صالح طالب په لس کاله بند محکوم شو

د سعودي عربستان یوې محکمې د اګست په ۲۲ مه د کعبې پخوانی امام او مبلغ شیخ صالح الطالب په لس کاله بند محکوم کړ. د سعودي تر څنګ په عربي نړۍ کې نورو رسنیو هم داسې خبرونه خپاره کړي چې د کعبې پخوانی امام په لس کاله بند محکوم شوی دی.

محکمې پریکړه لغوه کړه

د یو شمېر عربي هېوادونو د بېلا بېلو خبري وېبپاڼو پر بنسټ د سعودي د استيناف محکمې د اګست په ۲۲مه د پخواني امام او مبلغ شيخ صالح الطالب ته لس کاله د بند سزا ورکړې. د همدې رسنیو تر منځ یوه هم د قطر العربیه ۲۱ رسنۍ ده چې وايي، یادې محکمې د تېرې وړې محکمې هغه پرېکړه لغوه کړې چې د لګېدلو تورونو پر وړاندې یې ملا ته برائت ورکړی و.

د رپوټونو له مخې سعودي په ۲۰۱۸ کال اګست میاشت کې صالح طالب نیولی خو د نیول کېدو تور یې په ډاګه کړی نه و

ور یی ولوله | طالبان: امریکایۍ الوتکې لا هم د افغانستان پر فضا ګرځي

ور یی ولوله | هېواد کې د کرونا پېشې زیاتې شوي دي

ښاغلی طالب د سعودي په بېلا بېلو محکمو کې د ریاض اضطراري محکمه او په مکه مکرمه کې د عالي محکمې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وه.

د هغه له نیول کېدو راهیسې، د بشري حقونو ډلو او د سعودي ضد مختلفو رسنیو د هغه سزا له یوې خطبې سره تړلې ګڼي. په هغه وخت کې، سعودي فعال یحیی اسري د قطر لخوا تمویل کېدونکې الجزیرې تلويزيون ته وویل، د یاد هېواد چارواکي هغه کسان په نښه کوي چې کېدای شي راتلونکي کې حکومت او مشهور شخصیتونه تر پوښتنې لاندې راولي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button