اقتصاد او سوداګري

د کندهار انار او انګور ولې پاکستان کې په کمه بیعه خرڅیږی؟

 پاکیستان پاکیستان

د یکشنبې په سحر د طورخم د لارې د انګورو ډکه لارۍ پاکستان ته ورسوله. ډېورنډ کرښې ته څېرمه له  نورو ډرېورانو  سره یو ځای دمې ته ناست وو له کابله تر طورخمه یې دوې شپې مزل کړی وو او د پېښور تر منډيي پورې د یوې بلې ورځې سفر هم پاتې وو. هغه په لارې کې بار انګورو ته اندېښمن وو چې  نازکه مېوه ده خرابیږی

له کابله تر پېښوره پورې درې ورځې سفر دی، ځکه اسلام اباد یا لاهور ته مخامخ میوې نه رسېږي چې د خرابېدو وېره یې وي تر پېښوره پورې رسېدو کې ډېر انګور خرابېږي .  طورخم دروازې کی تېرېدو ته یې   شپې تېرې کړې . له طورخم دروازې تېرېدو ته په لس  کیلومتره په کتارونو کې څلور، پنځه سوه لارې انتظار کوي او پاکستان  داخلیدو  ته په سختی اجازه ورکوی 

 افغانستان کې د طالبانو له حاکم کیدو وروسته د هوايي دهلیزونو له لارې له متحده عرب اماراتو او هند سره د افغانستان  راکړه ورکړه بندی شوی او له همدې امله  پاکستان ته له افغانستان نه صادرات ډېر شوي ده طورخم کې د پاکستان ګمرک چارواکي وايي چې هر ورځ تر ۴۵۰ پورې بار لارۍ له افغانستان نه پاکستان ته ځي او تر ۳۵۰ پورې لارۍ له پاکستان نه افغانستان ته اوړي

article 5

مسوولین وايي، افغانستان ته  د روانو لاریو کې د افغان ټرانزټ سوداګرۍ په مالونو بار لارۍ هم شاملې دي او یو شمېر تشې لارې هم هلته ځي د ګمرک یوه پاکستاني چارواکي چې د طالبانو په لومړیو ورځو کې د بې باورۍ حالت وو خو وروسته د بارچالانۍ لړۍ شروع  شوی او په یوه ورځ کې له افغانستان نه  پاکستان ته د تلونکو لاریو شمېر ۶۰۰ ته هم رسېدلی وی چې بیا وروسته دا شمېر کم شو

دا هم ولولئ | (ای اې اي اې) ادارې ایران نړیوالو پلټونکو ته اجازت نه ده ورکړې

له افغانستانه خټکي، هندواڼې، انګور، انار، مڼې او داسې نورې مېوې پاکستان ته لېږل کېږي او له پاکستان نه هم د امرود او کیلې په ګډون ځینې افغانستان ته لېږلکېږي، خو د له پاکستان نه افغانستان ته د لېږدول کېدونکو میوو اندازه کمه ده

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button