نړیوال خبرونه

د کورونا ویروس پوسټونو لپاره د ټوېټر نوې پالیسي

ټوېټر خواله رسنۍ وايي، د خپلو کارنو له حسابونو د کورونا ویروس په هکله ناسمې او ناتایید شوې ادعاوې لرې کوي. ټوېټر د نويو اصولو له مخې داسې ټوېټونه منع کړي چې خلک لا ډېر پر کورونا د اخته کېدو له خطر سره مخ کوي..

په دې ټوېټونو کې دا ادعاوې هم راځي، چې ویل کېږي ځینې کسان تر نورو ډېر په کورونا اخته کېدی شي.

دې اصولو کې هغه ټوېټونه هم دي چې د کورونا ویروس د پېژندلو یا درملنې په هکله نارسمي سپارښتنې ولري.

دا شبکه خپله وېبپاڼه کې لیکي: “موږ دا اصول د حکومتونو او روغتیاپالو په ګډون له خپلو باور وړ شریکانو سره په پوره همغږۍ پلي کوو”.

نوي سیاست سره زیانمنوونکې منځپانګه ارزول کېږي او هغه ټوېټونه لرې کېږي چې نورو کارنو ته “د ډېر زیان رسولو خطر” لري.

خو د بي بي سي د ټیکنالوجۍ برخې خبریال کېتلان جونز وايي، که له دا ډول ټوېټونو سره مخ شو، د شکایت لېږلو اسانتیا نه لرو.

د هغه په خبره، د ډېرو کارنو له خوا د ناسمو اطلاعاتو ډېرښت ته په پام به د ټوېټر د نويو اصولو پلي کول ناشوني وي.

د ټوېټر دا ګام له هغه وروسته دی چې فیسبوک، ګوګل، مایکروسافت او رډیټ هم د اونۍ لومړیو کې ورته کار وکړ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button