لوبې خبرونه

د (PSL) سیالیو ته ٣٥ افغان لوبغاړو هم نومليکنه کړې

د(PSL) سیالیو ته ٣٥ افغان لوبغاړو نومليکنه کړې د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) ٦م پړاو لپاره د راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان په ګډون ٣٥ افغان لوبغاړو هم نومليکنه کړې ده.دوي غواړي چې په پي ایس ایل کې ولوبیږي.

د سرچینیو په وېنا، د پاکستان سوپر ليګ راتلونکي پړاو لپاره له ٤٠٠ څخه زياتو بهرنيو لوبغاړو نومليکنه کړې ده، چې په دې کې ٣٥ افغان لوبغاړي هم شامل دي.په دې کې تر ټولو زيات لوبغاړي د ويسټ انډيز او انګلستان دي، چې د دواړو هېوادونو څخه ٧٠-٧٠ لوبغاړو نومليکنه کړې ده، همدا راز ٣٥ افغان لوبغاړو هم ورته خپل نومونه ليکلي دي.د پاکستان کرکټ بورډ مخکې د پلاټينيم کټګوري لوبغاړو ليسټ او نومونه خپاره کړي و، چې په هغه ليسټ کې د افغانستان راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم شامل و.

خو په نورو پلیرانو کې کوم افغان لوبغاړي شامل دي، دا ليسټ تراوسه پورې د پاکستان کرکټ بورډ نه دى نشر کړی.دوی هر کال لست نشروي. او دهغه لست پراساس لوبغاړي بیا په PSL کې لوبیږي.دغه یږسیالی چې هر کال په دوبی کې تر سره کیږي نو خلک ورته ډېر علاقه لري چې د تماشچیانو په توګه ورشي او لوبې اوګوري.

د پاکستان سوپر ليګ راتلونکي پړاو سياليو لپاره د جنورۍ په ١٠مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې د ډرافټ مراسم ترسره کېږي، چې ٦ لوبډلې به پکې د خپلې خوښې لوبغاړي واخلي.د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ تېر پړاو ته هم ډېر شمېر افغان لوبغاړو نومليکنه کړې وه،خو د ډرافټ په مراسمو کې هېڅ لوبډلې کوم افغان لوبغاړى نه و پېرلى.

د (PSL) سیالیو ته ٣٥ افغان لوبغاړو هم نومليکنه کړې
د (PSL) سیالیو ته ٣٥ افغان لوبغاړو هم نومليکنه کړې

خو سږ کال امید شته چې ډېر افغان لوبغاړي پکی واخلي ځکه دا ځل ډېری افغان پلېران په نورو مشهورو ټورنمنټونو کې ولوبېدل او ښه پر فامنس ېې شو کړ نو ښای دا وار په PSL کې هم خورا ښه نوم او ځای ولري. په دغه لوبغاړو کې راشد خان بیا ډېر ځلېدلی لوبغاړی دی او ښای هغه په ښه رنکنګ کې واخیستل شي دې سره به د افغان نورو پلېرانو ته فایده وشي او اینده کې ورته چانس پیدا شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button