نړیوال خبرونه

د (UN)ملګرو ملتونو او طالبانو د توافق پربنسټ سلګونه روغتیایي مرکزونه جوړېږي

د (UN)ملګرو ملتونو او طالبانو د توافق پربنسټ سلګونه روغتیایي مرکزونه جوړېږي طالبان وایي، د ملګرو ملتونو او دوی تر منځ د شوي توافق په پر بنسټ تر څلور زره ښوونځیو ها خوا د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دوه سوه روغتیایي مرکزونه هم جوړیږي.

د دغه ډلې له رسمي ادرس څخه د ورځې خبره تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې د اسلامي امارت او د (UN)ملګرو ملتونو د یونیسیف ادارې تر مابین د توافق په اساس د هیواد په بېلابېلو برخو کې څلور زره ښوونځي او د طالبانو او روغتیا نړیوالې ادارې د هوکړې په اساس دوه سوه روغتیایي مرکزونه جوړ او ودانېږي.په یاده تبصره کې طالبانو یو ځل بیا ځان د عصري زده کړو د پرمختګ په برخه کې ژمن بللی او هغه تورونه یې «افواهات» بللي چې ګواکي دوی د عصري زده کړو مخالف کوي

د دويپر وینا طالبان د دیني او عصري زده کړو پرمختیا او پراختیا ته لومړیتوب او تربل هرچا زیات ارزښت ورکوي ځينې خلکو چې نړیوال او عامه ذهنیت یې مختل کړی و او اسلامي امارت یې د عصري زده کړو د ودې او ترقۍ پر وړاندې خنډ او مانع بللی و خو د دويي سرچینی وايي چې دغه ډله د عصری علومو هیڅ کله مخالفت ندی کړی. او دويي به د بل هر څه نه زیات د ځوانان زدکړو ته توجوع وکړي.

ددوی دا ډول اقدامات دا پيغام لري چې که جنګ ودریږی.اسلامي امارت به خپل ځورېدلي ولس ته د بیارغونې، امن، ثبات او ټولنیزو هوساینې په برخه کې نور زېري هم واوروي او د مثبتو رجحاناتو شاهدان به ووسي.او دويي به بیا یو ځل بیا حکومت پر دې وطن وکړي او حاکمان به شي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او ملګرو ملتونو تر منځ توافقات داسې مهال دي، چې د دوحې د تړون په بنسټ له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ يې په دوحه کې د افغان سولې د خبرو بهیر پیل شوی.او اول پړاو ختم شوی دی کوشش کیږي چې د سلا او مشورو نه وروسته دوهم پړاو هم پیل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button