لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

راشدخان له رسل څخه ماتې وخوړه

راشد خان ارمان ۱۹۹۸کال د سپټمبر په ۲۰ مه زیږیدلی چې معمولا د راشد خان په نامه پیژندل کیږي ، یو افغان کرکټر دی او د ملي لوبډلې مرستیال کپتان دی. هغه د یوولسو کرکټرونو څخه و چې د ۲۰۱۸کال د جون په میاشت کې یې د هند په وړاندې د لومړي ځل لپاره په ټیسټ لوبه کې د افغانستان په لوبغالي کې لوبه وکړه. په سپټمبر ۲۰۱۹ کې ، هغه د بنګله دیش خلاف په یو ورځنۍ ټیسټ لوبو کې د لوبډلې مشري وکړه ، او د ۲۰کالو او  ۳۵۰ ورځو په عمر کې ، د ټیسټ میچ د لوبډلې کپتان ترټولو ځوان کرکټر شو.

د کرکټ لوبې په په برخه کې د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo) د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کېږي. دې ویب سایټ په دوهم پړاو کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي نوموتی لوبغاړی راشدخان آرمان د ویسټ انډیزي لوبغاړي انډري رسل سره سیالي ته اچولی وو، چي انډري رسل تر راشدخان ډیري رايي خپل کړې او ګټونکی اعلان سو.

د راپورونو له مخي انډري رسل ۵۷ سلنه رايي، خو راشدخان بیا ۴۳ سلنه رايي خپله کړې وې. دا په داسي حال کي ده، چي راشدخان آرمان د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی توپ اچونکی دئ. د هغه ترڅنګ راشد خان آرمان د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کي شپږم ځای لري. په شل آوریزه سیالیو کي د غوره لوبغاړو ترمنځ په دې سیالیو کي لومړی ۳۲، ورپسي ۱۶ او اوس بیا اته لوبغاړي یو د بل په وړاندي سیالي ته لویږي.

په اول پړاو کې ګډونوال ۳۲ لوبغاړي:راشدخان، محمدنبي، لیسیت ملینګا، ډېل سټين، شین واټسن، شاهد افریدي، ډیویډ وانر، شعیب ملک، ډین براوو، سهیل تنویر، انډري رسل، سمیول بدري، سعید اجمل، کیرون پولارډ، ایرون پینچ، کلین مکسویل، سوریش رانا، کریس ګېل، عمران طاهر، ایشواین، میس ډوني، بابر اعظم، ویراټ کوهلي شکیب الحسن، سونیل ناراین، مایکل هسي، جسپریت بومرا، روهیت شرما، جوس بیټلر، برینډن میکالم، اي بي ډیویلرز او کیون پيټرسن.

دا هغه ۳۲ لوبغاړي دي چې کریک انفو د شل اوریزه سیالیو د غوره لوبغاړي جایزې ته ټاکلې وه.

په لومړي پړاو کې ګټونکي لوبغاړي:کریک انفو پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼه دوه دوه لوبغاړي سیالۍ ته واچول، چې د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو د رایو په ورکولو سره د خپلې خوښې وړ لوبغاړو ته رایه ورکړه او ډېرې رایې اخیستونکو لوبغاړو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.

د دوی د رایو په بنسټ لیست ملینګا ـ ډیل سټین ته، شاهد افریدي ـ شین واټسن ته، ډیویډ وارنر، شعیب ملک ته، ډین براوو ـ سهیل تنویر ته، انډري رسل ـ سمیول بدري ته، راشدخان ـ سید اجمل ته، کیرون پولارډ ـ ایرون پینچ ته، سوریش رانا ـ کلین مکسویل ته، کریس ګېل ـ محمد نبي ته، عمران طاهر ـ ایشواین ته، میس ډوني ـ بابر اعضم ته، ویراټ کوهلي ـ شکیب الحسن ته، سونیل ناراین ـ مایکل هسي ته، روهیت شرما ـ جسپریت بومرا ته، برینډم مېکالم ـ جوس بیټلر ته او اي بي ډیویلرز بیا کیرون پولارډ ته ماته ورکړه.

په دوهم پړاو کي دا لوبغاړي یو د بل په وړاندي سیالي ته واچول شوه:

ـ لیسیت ملینګا او شاهد افریدی  ؛ـ ډیویډ وارنر او ډین براوو  ؛ـ انډري رسل او راشدخان؛

ـ کریس ګېل او عمران طاهر؛   ـ میس ډوني او ویراټ کوهلي  ؛ ـ سونیل ناراین او روهیت شرما  ؛ـ برینډم میکالم او اي بي ډیویلرز

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button