لوبې خبرونه

راشد,مجیب او نبي هند ته لاړل

راشد,مجیب او نبي هند ته لاړل.د افغانستان کرکټ ملي ټیم درې مشهور لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هند ته تللي دي چې هلته په راتلونکي (IPL) سياليو کې برخه واخلي.دوی ویلی چې دا ځل به دغه لوبو کې ښه پرفامنس ښایي.

محمد نبي.راشد او مجيب الرحمان دا وار درې واړه په سنرايزرز حېدراباد ټیمونو کې لوبېږي، چې يادې لوبډلې د درې واړو يو ګډ عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى.ياد لوبغاړي چې په متحده عربي اماراتو کې و، له هغه ځايه نېغ د هند چيناى ښار ته تللي دي او هلته به د خپلې لوبډلې سنرايزرز حېدراباد سره يو ځاى شي.دوی ویلی دي چې زیات تمرکز ېې اوسمهال په (IPL) دی.

د هند تجارتي ليګ (IPL) سياليو راتلونکي پړاو ته يوازې ١٢ ورځې پاتې دي، چې د تېر په څېر دا ځل هم پکې درې افغان لوبغاړي لوبېږي، خو دا ځل درې واړه په يوه لوبډله کې دي.مجيب الرحمان په تېرو کلونو کې له کنګز اليون پنجاب (اوس پنجاب کنګز) لوبډلې سره لوبېده، خو سږکال دغه لوبډلې وانخيست او بيا سنرايزرز حېدراباد لوبډلې خپل کړ.

هېره دې نه وي چې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ په يوازينۍ شل اوريزه لوبه کې ګډون ونکړ، چې له دې امله پرې په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر خلکو نيوکې هم وکړې.خو دوی ویل چې کوشش مو همدا دی چې خپل هېوادوالو ته د خوشالی سبب وګرزو خو بد بختانه ومو نشو کولی چې دغه لوبه کې برخه واخلو.

محمد نبي او راشد خان
محمد نبي راشد خان او مجیب

دریواړه لوبغاړي چې د خلکو یعنی عامو افعانانو زړونو کې ځای لري د ښه لوبغاړو تر څنګ ښه اخلاق هم لري همېشه ېې هڅه کړې چې هېوادوالو سره خوش اخلاقي وکړي او خپل مینه وال خفه نکړي که څه هم دوی نړیوالو جامونو کې اخیستل کیږي خو همېشه ېې هڅه کړې چې خپل ملي ټیم ته ترجیح ورکړي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button