لوبې خبرونه

راشد ارمان د لاهور قلندرز ټیم ته لومړۍ بریا ورپه برخه کړه

راشد ارمان د لاهور قلندرز ټیم ته لومړۍ بریا ورپه برخه کړه راشد خان په پاکستان سوپر لیګ یا (PSL) کې په خپله اوله لوبه کې د ښې توپ اچونې یا بالنګ ترڅنګ ښه توپوهنه هم ترسره کړه او لاهور قلندرز ته يې لومړۍ بریا ورپه برخه کړه.

د (PSL) پاکستان سوپر لیګ دویمه لوبه د لاهور قلندرز او پېښور زلمي ترمابین ترسره شوه. په پیل کې لاهور قلندرز پچه وګټله او پېښور زلمي ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.پيشاور زلمي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې روي بوپاره ۵۰، شعیب ملک او شیرفان رودرفورډ ۲۶-۲۶ منډې وکړې.نورو تماشیانو هم د دوي لوبه وستایله .او په خاص ډول بیا د راشد خان توپو هنه او بالنګ ډې وستایل شو.

د لاهور قلندرز له لوري شاهین شاه اپریدي ۳ او سلمان مرزا ۲ ویکټې واخیستې. راشد خان هم ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۴ اورونو کې يې ۱۴ منډې ورکړې.د ۱۴۱ منډو هدف د لاهور قلندرز لوبډلې په ۱۸.۳ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف پوره کړ او لومړۍ بریا يې خپله کړه.

img 20210221 wa0011

د دوی له لوري محمد حفیظ ۳۳ ناسوځېدلې او راشد خان ۲۷ چټکې ناسوځېدلې منډې وکړې.د پېښور زلمي له لوري وهاب ریاض او ثاقب محمود ۲-۲ او مجیب الرحمان هم ۱ ویکټ واخیسته.د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شاهین شاه اپريدي ته ورکړل شوه.چې هغه هم ښه لوبه وکړه.

د یادولو وړ ده چې راشد خان په (PSL) کې د هغې وروسته واخیستل شو کوم وخت کې چې هغخ د Bigbash او نورو ټورنمنټونو کې هغه ښه کارکرګي وښوده . راشد خان د افغانستان یو له غوره لوبغاړو څخه دی او اکثره خپله افغان ټیم ته هم ښه پرفامنس شو کوي.نوموړی د ښه لوبغاړي تر څنګ د ښه اخلاقو څښتن هم دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button