نړیوال خبرونه

راضيه سعادات منګل: دعبدالله عبدالله اوولسمشرغني اوسياسي تفاهم د ملي وحدت لپاره ښه کار دۍ.

د پکتيا د خلکو نماینده په ولسي جرګه کې راضيه سعادت منګل وايي، چې د عبدالله عبدالله او ډاکټرغني  مابین کې سياسي تفاهم کېږي، د افغانانو ملي وحدت لپارهدغه کار ښه دۍ ، تر څو راتلونکي لپاره يو غږ ولرو او د ټولو مليمسایلو لپاره یو موټۍ شو دغه خبره له دې وړاندې هم په افغانستان کې بازې بازې سیاسیونو دغه ګام ښه بللۍ وو. دغو ویلي وو چې دغه ګام به د ملي وحدت لپاره ښه وي او څومره چې زر کيږي باید عملي او حل شي. .

راضيه سعادت منګل په خپله فېسبوکپاڼه په يو پوسټ کې دا خبرې کړې دې او د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ يې سياسي جوړجاړى د هېواد لپاره ښه بللې ده. خو نوموړې بيا د جنرال عبدالرشيد دوستم د مارشال کېدو په اړه نيوکه کوي او وايي چې افغانانو ته د هغه مارشال کېدو پرېکړه د قبول وړ نه ده..

دغه وکيلې همدا راز په خپل دغه پوسټ کې ليکلي دي، چې د جنرال دوستم د مارشال کېدو مسئله بيا ٩٥ سلنه افغانانو ته د قبول وړ نه ده، ځکه نوموړى د مقتدرو دولتونو په سقوط کې او کودتاګانو کې افغانانو ته خپله اصلي څېره ښودلې ده.

د يادولو ده چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ټيمونو له لوري ويل شوي دي، چې د دواړو ترمنځ هوکړه نهايي شوې ده او ښايي ژر دواړه دغه هوکړه په رسمي ډول اعلان کړي.

تر دې دمه پورې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ شوې هوکړه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې، خو په ټولنيزو رسنيو او يو شمېر رسنيو کې د ځينو سرچينو له قوله ليکل کېږي، چې ولسمشر غني له عبدالله عبدالله سره منلې ده چې په کابينه کې به پنځوس سلنه واک ورکوي او همدا راز جنرال عبدالرشيد دوستم ته به د مارشالۍ رتبه هم ورکوي.

بلخوا طلوع نیوز په ټولینیزو رسنیو کې یوه لیکنه نشر کړۍ ده له کومې له مخې به دغه هوکړه په دریو برخو ویشل کيږي او عبدالله عبدالله ته به په کابینه بازې وزارتونه ورکول کيږي. او د دې تر څنګ به دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکوي.د دغې طرحې یو برخه اصلاحاتو په اړه ده دغې د مخې به انتخاباتي اصلاحاتو ته کار کيږي.

افغانستان زمونږ ګډ کور دۍ باید ټول افغانان د هېواد د ابادۍ لپاره کاروکړي تر څو مونږ هم سیالانو سره سیال شو او عام خلک وکولۍ شي په ارامه فضاء کې ژوند وکړي. افغانستان د څو لسیزو راهیسې په جنګ اخته دۍ نو باید نور دغه هېواد بو ارام هیواد ټوله کې نړۍ کې ،پېژندل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button