نړیوال خبرونه

روان کال به ننګرهار کې د زيتونو حاصلات څو برابر ډېر وي

د جلال اباد یوشرکت مسئولين وايي، چې روان کال به د زيتونو حاصلات د تېرو کالونو په پرتله څو برابره زيات وي. د جلال اباد  د مطبوعاتو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د هډې فارم امر سيد اغا مياخېل وايي، چې سږکال يې ۸۷۷ هکتاره ځمکه کې د زيتونو د بوټو په تخنیکي او عصري ډول پالنه کړې او هيله يې وښوده، چې د تېرو کالونو په پرتله به د زيتونو حاصلات څو برابره لوړ وي.

جلال ابادوادې کرنيز شرکت اړوند زيتونو فابريکه کې هر کال د زيتونو له پروسس څخه تېل او اچار توليديږي او د هېواد سربيره بهرنيو هېوادونو ته هم لېږل کيږي، چې هلته ښه بازار لري. جلال اباد کې د زیتونو د ونویو شمېر باغونه او فارمونه شته، خو دې باغونو او فارمونو ته د لا پرواهي له امله یېیو شمېر بوټي ختم او ځیني سخت خراب شوي دي.

عام وګړي نیوکه کوي چې دا ډول باغونه ځینې وخت د یو شمیر کسانو له خوا د خپلو سون توکو لپاره کارول کیږي او دولت ته یې ګټه نه ورزي.ترڅنګ یو شمیر داسې باغونه هم شته چې د زیتون دانې نه نیسي، خو یوازې لوی لوی باغونه یې ډک کړي دي، که دغه ډول لویو لویو باغونو د زیتونو میوه دارې ونې کینښول شي، نو دا به مرسته وکړي چې دا حاصل څو چنده لوړ شي.

نږدي یو نیم کال وړاندې خو دا حاصلات بیخي کم شوي ول، ځکه ۲۰۱۷ کال کې د زیتونو حاصلات ۶۰۰ ټنه ول، خو په ۲۰۱۸ کال کې دا حاصلات ۶۰ ټنو ته راښکته شوي ول چې دا ۹۰ شاته تګ په ډاګه کوي.

پخوا د زیتونو باغونو د خرابیدو ځیني لاملونه د سرې، اوبو او ونو نه کيچي کول او لپاره یې د ځانګړې بودجې نه ورکول ښودل شوي ول.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار کانال وادي شرکت چارواکو یاران ته ویلي ول چې ددوی اړوند ټولو ستونزو ته یې حل لارې پیدا کړي او لا یې هم حلوي او کوښښ کوي چې د کانال اړوند ټول کرنیز او زراعتي عواید لا لوړ او د ښې کوالیټۍ لرونکي کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button