نړیوال خبرونه

روسیه: د طالبانو په شتون کې باید د افغانستان قضیه حل شي

په یو ان کې د روسیې دایمي استازی وايي، د افغانستان حالات‌ په چټکۍ سره بدلېدونکي دي او طالبان د افغانستان د قضیې په یوه مهم لوري روان دی، چې په نشتون کې یې هیڅ ډول توافقات شونی نه دی.

وسیلي نبینزیا یوې غونډې ته ویلي، چې مسکو په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره ټولې هڅې کوي او دا غوره بولي، چې طالبان په سیاسي‌ فضا کې له نظره ونه غورځول شي،‌ ځکه دده په خبره، هغوی د افغانستان پر اتیا سلنه خاورې د واکمنۍ دعوه کوي او په نشتون کې هیڅ ډول توافق شونی نه دی.

img 20210702 180431

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د چټک وتلو له امله هلته حالات په چټکۍ سره بدلېږي او دا به غوره وي چې ژر تر ژره د سولې یو توافق وشي.هغه ویلي باید افغانستان کې ټول سیاسي احزاب سره یو شي او د افغانستان حالاتو باندې غور وکړي.

روسیه داسې مهال په سیاسي فضاء کې د طالبانو په موجودیت ټینګار لري، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او راتلونکو څو میاشتو کې ښایي د امریکا او ناټو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

روسیې تر دې مښکې هم ویلي‌ و، چې طالبان د یاد هیواد ملي امنیت ته ګواښ نه دی.باید یاده کړو چې اوسمهال حکومت او طالبان لا هم مزاکرات ندي پیل کړي.دواړه ټیمونه په قطر کې کې مېشت دی او لا هم ندی معلوم چې کله به دوی مزاکرات بیا پیل کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button