نړیوال خبرونه

روسیې د سولې بهیر کې یوځل بیا طالبانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی

روسیې د سولې بهیر کې یوځل بیا طالبانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی داسې حال کې چې د امریکا نوې حکومت طالبانو سره د لاسلیک شوي تړون او له افغانستانه د خپلو عسکرو په ویستلو باندې غور کوي،روسیې یوځل بیا طالبانو ته د افغان سولې بهیر کې د مرستې اعلان کړی.

د دغه ډلې د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردک د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلي، چې روسیې ته د طالبانو د سیاسي دفتر معاون حاجي شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ تللي پلاوي د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او بهرنیو چارو وزارت نورو دیپلوماتانو سره لیدلي.هغه زیاتوي، په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړیکو ترڅنګ د بین الافغاني مذاکراتو روان بهیر، د دوحې تړون بشپړ تطبیق او نورو اړونده موضوعاتو په هکله دواړو لوریو خپل لید لوري او سلا مشورې سره تبادله کړي

دغه راز روسیې هم په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره طالبانو ته د خپلې همکارۍ ډ‌اډ ورکړی دی.د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي پلاوي مرستیال ښاغلی شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ لوړ پوړی طالب پلاوی په داسې مهال د سیمې او په امنیت شورا کې د ویټو حق لرونکي هېواد روسیې ته سفر کوي، چې دحکومت مشران هڅه کوي په امریکا کې د نوې ادارې په راتګ سره د سولې بهیر ټکنی او بهرني پوځیان افغانستان نه ونه ویستل شي.

روسیې د سولې بهیر کې یوځل بیا طالبانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی
روسیې د سولې بهیر کې یوځل بیا طالبانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی

که څه هم د امریکا او د افغان حکومت روسیې ته د طالبانو د سیاسي ټیم د سفر په هکله غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د سیاسي شنونکو په اند بهرنیو هېوادونو ته د طالب استازو هر سفر د طالبانو سیاسي او نړیوال اعتبار زیاتوي او ترڅنګ یې د افغان حکومت صدمه بلل کیږي.

د یادولو وړ ده چې له تیرو دوه ورځو راپدېخواد طالبانو د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی هیئت له لاوړاندې د ایران په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی او هلته یې د ایران له لوړ پوړو سیاسي او امنیتي چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button