نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

روسیې په اوکراین کې هایپر سونیک وسلې کارولې

روسیې په اوکراین کې د هایپرسونیک یا تر غږ چټک سرعت لرونکي وسلې کارولې دي، دا توغندي خورا ګړندي دي او د رادار له خوا د معمولي بالستیک توغندیو په پرتله په سختۍ سره کشفيږي

د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۹ تنه ملکیان وژل شوي دي. په دغو بریدونو کې د نورو سیمو په ګډون د دې هیواد پلازمېنه کیف او خارکف ښار په نښه شوي.

مسکو لا دمخه په ۲۰۲۲م کال کې د جګړې په لومړیو اونیو کې هم هایپرسونیک توغندي کارولي وو.

کله چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۱۸م کال کې د خپل هیواد د توغندیو له زراد خونو څخه پرده پورته کړه، هایپرسونیک توغنديو ته ېې د “نه ماتېدونکي” اصطلاح وکاروله.

دا شاید د تبلیغاتي مبالغې د موخو له پاره توضیحات وي مګر په دې توضیحاتو کې د حقیقت ریښې هم شته.

د هایپرسونیک توغندیو سرعت د غږ له سرعت څخه پنځه تر لس چنده لوړ دی

هایپرسونیک توغندي له بالستیک توغندیو سره توپیر لري ځکه په توغنديو ضد دفاعي سيستم سره د دغه ډول توغندیو مخنیوی خورا ستونزمن کار دی چې سرعت یې د غږ له سرعت څخه له پنځو تر لس چنده لوړ دی.

هغه هایپرسونیک توغندي چې د روسیې له خوا پر اوکراین باندې په بریدونو کې کارول شوي د “کینږال” یا خنجر په نوم هم یادیږي چې اوږدوالی ېې ۸ مترو ته رسیږي.

نور ولولئ: روسیې د اوکراین بیلابیلې برخې په مزایلو ویشتلې دي

ځینې ​​کارپوهان وايي، د دغه ډول توغندیو سرعت په ساعت کې ۶ زره کیلومتره، یعنې د پنځه ماخ سره برابر دی. ځیني بیا وايي چې دارنګه توغندي د ۹ یا حتی ۱۰ ماخ په سرعت سره الوتنه کوي.

د امریکا د وسلو د کارپوهانو له خوا ویل شوي چې دا راکټونه دومره چټک دي چې پر مخ ېې د هوا فشار په پلازمايي وريځو بدلیږي چې راډیوېې څپې جذبوي، دغه کار د رادار له خوا د کينږال او نورو هایپرسونیک وسلو کشف ستونزمنوي.

هایپرسونیک توغندي د دودیزو بالستیک توغندیو په پرتله په خورا ټیټه ارتفاع کې الوتنه کوي

دا توغندي د بالستيکي اتموسفیر تر مسير ټیټ حرکت کوي؛ يعنی هغه وخت چې د توغنديو دفاعي سيستم وکولای شي دغه توغندي کشف کړي، توغندي خپل هدف ته دومره نږدې شوي وي چې نور نو ناوخته وي.

سربیره پردې، هایپرسونیک توغندي کولای شي د الوتنې پرمهال خپل لوری بدل کړي.

په اوکراین کې د روسیې له خوا کارول شوي هایپرسونیک توغندي له الوتکو څخه توغول کیږې.

نورې هایپرسونیکي وسلې په کښتیو کې ځای پر ځای کیدای شي چې د اټومي سرګلولو د انتقال وړتیا هم لري.

کينږال ډوله ېې کولای شي تر ۲ زره کیلومتره واټن په نښه کړي، یوشمیر نور هایپرسونیک ډوله توغندي بیا تر زر کیلو مترو واټن په نښه کولی شي.

د بیلګې په توګه، د روسیې د کالینینګراد سیمې څخه هایپرسونیک توغندي کولای شي د اروپایي هیوادونو ډیرۍ پلازمینې په نښه کړي. کالینینګراد د روسیې له اصلي برخې څخه جلا شوی چې د پولنډ، لیتوانیا او بالټیک سمندر سره پوله لري.

یو شمېر شنونکي وايي، سره له دې چې هایپرسونیک توغندي د دودیزو بالستیکي وسلو په پرتله ګټې لري، خو روسیه ترې زیات کار نه اخلي.

د متحده ایالاتو د هوايي ځواک جنرال ګلن ډي وان هرک د ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې د سنا د وسله والو خدماتو فرعي کمیټې ته وویل: “د روسیې ځینې هایپرسونیک توغندي ستونزې لري. په ځانګړي توګه په دقیقه ډول په نخښه کولو برخه کي چې دا کار په اوکراین کي د اندیښنو لامل ګرځیدلی.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button