لوبې خبرونه

روهت شرما ولې جریمه شو؟

روهت شرما ولې جریمه شو؟ اى پي ايل کې د ممبۍ انډينز ټیم لوبډلمشر روهيت شرما ١٢ لکه يا ١.٢ ميليونه هندي روپۍ جريمه شوى دى، چې پرون يې په لوبه کې په ټاکلي وخت کې اورونه نه دي کړي او د قانون خلاف ېې کړی.

چيناى کې د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز ترمنځ پرون لوبه ترسره شوه، چې ډيلي کاپيټلز پکې د ٦ ويکټو په توپير بريا خپله کړه. خو په ياده لوبه کې ممبۍ انډينز په ټاکلي وخت کې اورونه ترسره نه کړاى شو.د (IPL) له خوا په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د slow over-rate له وجې د ممبۍ انډينز کپتان ويراټ کوهلي ١٢ لکه هندي روپۍ جريمه شوى دى. خو که بيا ځلې ورته کار وشي، نو جريمه ډېرېدى هم شي.

دا په روان ليګ کې د ممبۍ انډينز اوله لوبه ده چې د اورونو په ټاکلي وخت کې نه ترسره کېدو له امله جريمه کېږي. د دويم ځل لپاره که داسې کار وکړي، نو جريمه به يې يو په دوه شي.د دويم ځل لپاره به لوبډلمشر ٢٤ لکه يا ٢.٤ ميليونه او هر لوبغاړى ٢٥ سلنه، يعنې ٦٠٠ زره روپۍ جريمه کېږي

همداراز که د دريم ځل لپاره دا کار وشو، نو د يوې لوبې له بندېز سره هم مخ کېداى شي.په دريم ځل کې به لوبډلمشر د يوې لوبې له بندېز سره مخ کېږي، ١٢ لکه روپۍ به جريمه کېږي او هر لوبغاړي څخه به د لوبې پنځوس سلنه پېسې هم ګرځول کېږي.

picsart 04 21 10.06.14 scaled 1

باید یاده کړو چې روهت شرما د هند په تکړه او با استعداده لوبغاړي کې شمېرل کیږي او هر وخت چې کله ددهند لپاره لوبېدلی نو ښه پرفامنس ېې شو کړی دی.ښاغلی شرما د ښه کرکټر ترڅنګ يو ښه انسان هم دی نوموړی هر وخت هڅه کوي چې د خلکو زړونه ازار نه کړي او ښه اخلاق ورسره وکاروي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button