نړیوال خبرونه

زابل ولایت کې پنځه مکتبونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

زابل ولایت کې پنځه مکتبونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول زابل شاجوی، شهري صفا او سیوري ولسوالیو کې پنځه مکتبونه له جوړیدلو وروسته ګټې اخیستنې ته ورکړل شوي چې  د سیمې  سلګونه زده کوونکو ته به د ښې زده کړې ګټه پورته کړي.

د زابل ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مالوماتو په اساس چې دغه ښوونځۍ د اقرا پروګرام په مټ جوړې شوې چې پکښي ۱۲،۸،۶ او ۴ ټولګه ییزې ودانۍ شاملي دي په وړاندې شویو مالوماتو کې راغلې چې دا ښوونځۍ عصري تشنابونه او د څښاک اوبو معیاري سیسټم هم لري.د دغه ولایت د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي مسول استاد منیر احمد وویل چې په نورو ولسوالیو کې هم ګڼې نورې ښوونځۍ تر کار لاندې لري چې په نژدې راتلوونکي کې به یې کارونه بشپړې کړي.

د یاد ولایت د پوهنې رییس نصرالله زاهد وویل چې د دې ښوونځیو په جوړولو سره د سیمې سلګونه ماشومانو ته چې وړاندې يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې ترسره کولې د ښې زده کړې زمینه برابره شوه.د هغه په وینا چې اوس مهال د تدریس د کفیت او بهبود لپاره زیار باسي همداشان په ټول زابل کې د ښوونځیو دروازې د ماشومانو پرمخ خلاصي دي

د هغه په خبره د خاک افغان په ګډون د زابل په ټولو ولسوالیو کې ماشومان ښوونځیو ته ځي او هلته زده کړې کوي.د ولسي تړون پروګرام مسؤلین وايي د دې ترڅنګ چې زابل کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړوي د اوبو لګولو، برېښنا استنادي دیوالانو او کوچیانو برخه کې هم سلګونه نورې پروژې لري چې اوس يې کارونه روان دي.

زابل ولایت کې پنځه مکتبونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
زابل ولایت کې پنځه مکتبونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

دوی وايي چې دا خدمات د اوس لپاره د مرکز کلات او شهري صفا ولسوالیو ته وړاندې کوي او ډیر ژر به نورو ولسوالیو ته هم خپلې پروژې وغځوي ترڅو هلته هم خلک له لومړیو اسانتیاوو، برخمن شي.دويي وایی زمونږ هدف صرف او صرف د افغانستان خدمت دی.او دا خدمت به تل لپاره کوو.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button