نړیوال خبرونه

زاخېلوال:افغان دولت دې پاتې طالب بندیان خوشې کړي

زاخېلوال افغان دولت دې پاتې طالب بندیان خوشې کړي پاکستان کې د افغانستان پخوانۍ او د سولې د هڅو فعال محترم عمر زاخېلوال وایي،دولت دې ژمنې سره سم ټول طالب بندیان خوشې کړي،

ښاغلي زاخېلوال مرکه کې وویل سره له دې، چې د سولې بهیر د ځینو فرصتونو ګټه نه اخیستو خبر ورکړ، خو ویې ویل، چې زه لا دې هڅو نه نهیلی شوی نه یم .د زاخېلوال په وینا ، د سولې په هڅو کې افغان حکومت او وسله والو طالبانو دواړو وخت تلفي کړې ده.نوموړی پر تېرو ولسمشریزو ټاکنو د حکومت مصروفیدل، د بندیانو په خوشې کیدو کې ځنډ او نور بازې عوامل د وخت تلفۍ د بېلګو په توګه یادوي.هغه د طالبانو او امریکا د سولې تړون ته په اشارې وایي، چې افغان دولت باید پر دغه تړون او په خاص ډول پکې د ژمنه شویو پينځو زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو پر نوملړ وار د مخې خپلې اندېښنې شریکې کړي،

د ښاغلي عمر زاخېلوال د معلوماتو له مخې، افغان طالبانو له امریکا سره د شوي توافق د لاسلیک پر وخت د خپلو ټولو پينځو زرو بندیانو پوره شهرت له امریکا سره شریک کړی ول.د نوموړي په باور، د دغه لست په اړه د ارزونو لپاره افغان دولت کافي وخت درلود، چې خپلې ملاحظې یې امریکا او طالبانو سره شریکې کړې او یوې نتيجې ته ورسره رسیدلی وای.له دې سره هم مهاله، ډاکټر زاخېلوال د حکومت ملاحظې هم د ځینو بندیانو د نه خوشې کیدو په اړه برحقه ګڼي.

چې دا ملاحظې باید لا پخوا شریکې شوې او یوه حل لاره ورته پيدا شوې وای.د سولې پر هڅو دغه بوخت افغان سیاستوال دا هم وایي، چې که حکومت نه خوشې کوونکي بندیان مجرمین او نه بښل کیدونکي ګڼي، بیا نور خوشې شوي بندیان هم په مختلفو جرمونو او وژنو تورن ول.عمر زاخېلوال د سولې د روانو هڅو لپاره ټولو لوریو نه د نرمښت غوښتنه لري او وایي، چې په داسې ملاحظو باید د سولې هڅې ځنډنۍ او ټکنۍ نه شي.

هغه له نوم اخیستو پرته د حکومت، وسله والو طالبانو او سیمې هېوادونو ځينې کړۍ د سولې ضد یادوي او په ټولو خواوو کې د دغو کړیو د موجودیت خبر ورکوي.نوموړی د سولې بهیر په اړه بهرنیو هېوادونو سره د حکومت وروستۍ څو اړخیزې ناستې د تېرو تجربو په یادولو سره ګټورې نه یادوي.

موموړي چې تر څو کاله مخکې پورې اسلام اباد کې د پاکستان سفیر و؛ دغه هېواد د تېرو څو لسیزو ناورین کې په لاس لرلو هم خبرې وکړې، خو افغان دولت ته وړاندیز کوي، چې په سولې بهیر کې د چین له رول زیاتولو سره د هغه هېواد په وسیله سولې ته د پاکستان واقعي ملاتړ له ځان سره ولري .دی باور لري، چې چین په افغانستان کې سوله غواړي او له وسله افغان طالبانو سره هم ښه تعلق لري،

اوس وخت د دې رارسېدلي دي چې باید ټول خواوې سره په یو مېز کيني او هېواد کې یو داسې سیاسي اجماع رامنځته کړي چې ټول سیاسیون له یو ادرسه طالبانو سره خبرو ته کیني ترڅو طالبانو ته دا پیغام ورسيږي چې افغان دولت یواجماع سره او سیاسي ملاتړ سره مونږ سره خبرو ته حاضر شو ځکه که افغانان اتفاق وکړي نو د ډېرو خلوکو او نړیوالو دا تحلیل کړۍ چې افغانستان کې بیا امن ضرور رازي، او ډېر ژر به یو داسې فضا راننځته شي چې تولو خواو ته به د دغې عمل سره د منلو وړ وي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button