نړیوال خبرونه

زرګونه مسافرین پر تورخم نن سهار له دخولي، خروجي او.سکریننګ پرته واوښتل:

پرون دا پېشبیني درلوده چې پاکستانی اړخ به نن ورځ په زرګونو مسافرین په یوه ځل راپرېږدي او قصداً به دا پروسه ننګوي. قرنطین پروسې مشرتابه دا انديښنې له ننګرهار والي صیب او د هغوی له لارې د افغانستان اسلامي جمهوریت له مشرتابه سره شریکې کړې وې.

د قرنطين په پروسه کې د یو څه نرمښت یو مهم لامل دا هم و. نن همداسې وشول، نن سهار له پورې غاړې له اتو نه تر لسو زرو مسافرینو یو وار هجوم راووړ، نه ورته پاکستانیانو په پاسپورټ کې خروجي ووهله او نه زموږ د پاسپورټ څانګې ورته دخولي ټاپه ووهلی شوه. زموږ داخلي مافیا او ځینې حکومتي زورواکي د ورانکاري ګاونډي سره په یوه کرښه اوږه په اوږه د دې مظلوم وطن د نړولو لپاره کار کوي.

په دې اړه د تورخم ښاروال انجنير راحت ګل زيارمل په خپل پوسټ کې ويلي دي، چې موږ پرون دا پېشبيني درلوده چې پاکستانى اړخ به نن ورځ په زرګونو مسافرين په يوه ځل راپرېږدي او قصداً به زموږ دا پروسه ننګوي.

ښاغلى زيارمل وايي، چې نن له پورې غاړې څخه له اته څخه تر لس زره پورې مسافرينو يو وار هجوم راووړ، نه ورته پاکستانيانو په پاسپورټ خروجي ووهله او نه زموږ د پاسپورټ څانګې ورته دخولي ټاپه ووهلى شوه.

تېره ورځ په تورخم ښارګوټي کې هغه کمپ چې د مسافرينو د کرنټين لپاره جوړ شوى و، پکې مېشت زر کسان کورونو ته رخصت کړاى شو، له دې مخکې ويل شوي و چې کوم کسان په دغه دروازه رااوړي، نو هغوى به له ١٤ څخه تر ٢٠ ورځو پورې کرنټين کېږي.

د تورخم ښاروال همدا راز په دې اړه وايي، چې موږ دا اندېښنه د ننګرهار والي سره شريکه کړه او هغه بيا د افغانستان اسلامي جمهوريت مشرتابه سره مشورې شريکې کړې او په همدې خاطر موږ په کرنټين پورسه کې يو څه نرمښت راوست.

د تورخم ښاروال همدا راز په خپل پوسټ کې ليکي: ((زموږ داخلي مافيا او ځينې حکومتي زورواکي د ورانکاري ګاونډي سره په يوه کرښه اوږه په اوږه د دې مظلوم وطن د نړولو لپاره کار کوي.))

ویل کيږي چې د پاکستان له لورې دغه اقدام د دې لپاره واخیستل شو تر څو په تورخم کې رش کم شي او خلک خپل هېواد افغانستان ته ستانه شي.اوهلته خپلو فامیلونو سره پاتې شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button