نړیوال خبرونه

زلمۍ خلیلزاد ملا برادر سره د بندیانوپه ژرخلاصون خبرې اترې شوي

افغان زندانونو د طالبانو  زندانیانو د خلاصون په اړه، د زلمي خلیلزاد سره په قطر  په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر او د دې ډلې معاون ملا برادر د بندیانو د ژرخلاصون په باره کې خبرې کړې دي د دغې ډلې ویاند په دې اړه یو ټويټ هم کړۍ دۍ. .

د دغې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټرپوسټ کړۍ  ، په دې خبرو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره هم د  زندانیانو د چټک خلاصون او د بین الافغانيخبرو د پیل او د امریکا- طالبانو ترمنځ د اګريمنټ د مکمل عملي کېدو په باره کې  بحث شوی. .

له دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کېذکر کړي وو، خلیلزاد د مۍ په ۵ دوحې ته روان شوی او بیا به نوي ډیلي او اسلام اباد ته هم ولاړ شي او هلته به د سولې په اړه د دغو هۍوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.

په بازې راپورونو کې دا هم ذکر شوۍ  وو، چې رلمۍ خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره د امریکا- طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بشپړ تطبیق وغږېږي او له هندي چارواکو سره به د افغانستان او سیمې د سولې تلپاتې بهیر پر اهمیت بحث وکړي.

په‌ پلان کې ده چې خلیلزاد به اسلام اباد کې کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې بهیر وغږېږي او د تاوتریخوالي پر سم لاسي کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره د مهالوېش په اړه دکومک غوښتنه وکړي. متحده ایالاتو او طالبانو د تېرې فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه

د سولې په دې اګریمنټ کې د مارچ تر ۱۰ مې د بین الافغاني خبرو تر پیلېدا مخکې، له افغان بنديخانو د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او له طالبانو سره د ۱۰۰۰ حکومتي ځواکونو د بندیانو خوشي کېدو غوښتنه شوې، خو تر یادې نېټې له دواړو طرفو بندیان خلاص نه شول او دا بهیر وروسته شو. .

تر اوسه افغان حکومت د طالبانو تر نهه سوو ډېر طالب بندیان او طالبانو د حکومت تر ۱۲۰ ډېر بندیان خوشي کړي

پازې شنونکي وايي چې ښايي دغه مزاکرات وروسته شي او د ځنډ ښکار شي.د راپورونو أه مښې دغه مزاکراتو د ځنډ لامل د کرونا ویروس زیاتوالۍ دۍ او دغه مرض ښايي نور هم زیات شي د یاد ناروغۍ له امله د ژوند په ډېرو چارو اثر کړۍ دۍ..

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button