ټکنالوجي

سامسنګ تر ټولو کم بیعه 5G موبايلونه وړاندې کړ

دسامسنګ تر ټولو کم بیعه 5G موبايلونه وړاندې کړ.د سامسنګ موبايلونو شرکت تراوسه پورې تر ټولو ازرانه 5G ګليکسي اې ٣٢ ځيرک موبايل وړاندې کړى دي.سامسنګ چې دې نه وړاندې هم ښه کوالټی نیټ لرونکی موبایلونه جوړ کړي.

دا موبايل چې په ښکلي ډيزاين کې جوړ شوى دى، مخې ته يې سيلفي کېمره او شاته يې ٤ کېمرې ورکول شوي دي. دا موبايل د ٢ رېمونو، سټوريج او په ٤ رنګونو کې وړاندې شوى دى.د دې نوي موبايل د ٦٤ جي بي حافظې سره بيه ٢٧٩ يورو ده او د ١٢٨ جي بي حافظې سره يې بيا ٢٩٩ يورو ده.دغه موبایل به ژر بازار ته وړاندې شي او د خلکو د استعمال لپاره به پلورلو ته هم وړاندې شي دغه موبایل ښای ډېر ښه بازار هم پیدا کړي.

که څه هم شرکت تراوسه پورې د دې موبايل ډېر معلومات نه دي شريک کړي، خو وايي چې ګليکسي اې ٣١ 5G په څلور بېلا بېلو رنګونو (تور، شين، وايليټ او سپين) رنګونو کې به په اروپا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.اروپیان دې موبایل ته په ډېر تیزی سره منتظر دي او که چېرې اروپیانو خوښ شي نو ښای د دې نور شېپونه به هم بازار ته وړاندې کړي .

د دې موبايل په اړه د سامسنګ شرکت تراوسه پورې دا نه دي ويلي، چې د نورې نړۍ هېوادونو ته به تر کومې نېټې پورې دا موبايلونه وړاندې کړي.خو اروپا ته به ډېر ژر وړندې شي دا موبایل چې د ډېرو نورو کوالټیانو څښتن دی نو ښای دا به د اروپا تر څنګ نورې نړی کې هم د خلکو خوښ شي.تر اوسه په دې اړه سوشل میډیا کې څه ندی ویل شوي.

سامسنګ تر ټولو کم بیعه 5G موبايلونه وړاندې کړ
سامسنګ تر ټولو کم بیعه 5G موبايلونه وړاندې کړ

هېره دې نه وي چې د افغانستان تر څنګ نورې نړی کې د سامسنګ او نورو موبایلونو استعمال ډېر کیږي نو که چیرې دا افغانستان ته هم راشي او 5G سپورټ ورته ورکړي نو ښای دا به ډېر افغانان هم واخلي.او استعمال به ېې کړي ځکه افغانستان کې هم ډېر خلک سوشل میډیا استعمال ډېر دی.او خلک غواړي چې ښه نیټ کیفیت ولري

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button