نړیوال خبرونه

سعودي عربستان د روان کال حج لپاره د کرونا واکسین کولو شرط کېښود

سعودي عربستان د روان کال حج لپاره د کرونا واکسین کولو شرط کېښود.دسعودي عربستان دولت د سږکال د حج فریضې ادا کولو لپاره د کرونا واکسین لګول اړین شرط ایښی.دا کال چې هر څوک د حج شوق لري باید د کرونا واکسین ضرور وکړي.

د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې د کرونا ویروس واکسین ترلاسه کول د سږکال حج ترسره کولو لپاره اړین شرط دی.د سعودي د روغتیا وزیر توفیق الربیعه ویلي، د کرونا پر وړاندې واکسین ترلاسه کول د سږ کال حج ادا کولو لپاره اساسي شرط ایښودل شوی دی.د سعودي د روغتیا وزیر د روان کال حاجیانو شمېر نه دی په ډاګه کړی، چې د نورو کال په څېر به یوازې داخلي کسان حج کوي او که به په محدود ډول بهرني کسانو ته هم اجازه ي چې حج ته راشي.

نوموړي خطاب کې وویل، هغه کسان چې غواړي واکسین شي باید ژر تر ژره یې بهیر ترسره شي، ځکه چې د راتلونکې حج لپاره دا یو اړین شرط هم بلل شوی دی.که څه هم د سعودي روغتیا وزیر په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی خو وزارت ته یې د کرونا واکسینو د کمیټې جوړولو لارښوونه وکړه.

makkah in corona time
مکه مکرمه

که مونږ اوګورو د سعودي عربستان په ګډون یو شمېر مملکتونه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي په پار د واکسیناسیون پلانونه پلي کوي او هڅه کوي دغه بهیر لا هم چټک کړي.تر څو د کرونا ویروس د خپرېدو امکان کم شي.او کرونا نورو خلکو ته لاړه نشي.ځکه که دوی بیا د حج نه وروسته خپلو کوذرونو ته زي.نو ښای دا د دغه هېواد نورووګړو ته هم انتقال شي.

د پروس کال حج لپاره هغو داخلي او بهرني کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې په سعودي کې میشت وي، خو د ټولو حاجیانو شمېره له ۱۰ زره کسانو څخه کمه وه.خو سږ کال لا هم نده مالومه چې ایا نورو حاجیانو ته به اجازه ورکړل شي او که نه.د سعودي دولت په دې اړه سم وضاحت سره اعلان ندی کړی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button