نړیوال خبرونه

سعودي عربستان د کرونا له امله بیا ځلې هم بهرني اتباعو ته د حج اجازه نه ورکوي

سعودي عربستان د کرونا له امله بیا ځلې هم بهرني اتباعو ته د حج اجازه نه ورکوي. د سعودي حج او عمرې وزارت اعلان کړی چې کرونا وبا په پام کې نېولو سره د روان کال حج مراسمو ترسره کولو لپاره به یوازې ۶۰ زره د سعودي دننه اتباعو ته مشروطه اجازه ورکړل شي.

یاد وزارت په نشر کړي بیان کې ویلي هغه کسان چې د سعودي دننه وي، له دایمي ناروغیو څخه پاک وي، د کرونا ضد واکسین یې لګولي وي او د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي، کولی شي سږکال حج ادا کړي.دا پرلپسې دوهم ځل شو چې بهرني اتباع د سپیڅلې فریضې له ادا کولو محرومیږي تېر کال هم سعودي په بهرني اتباعو د حج بندیز لګولی و.

fb img 1623555780960

د سعودي د حج او عمرې وزارت دغه پریکړه د انساني روح په خوندي کولو کې د اسلامي شریعت د اهدافو» سره سمه وګڼله، دوی په ګوته کړه چې احتیاطي تدابیر نېولو ته به تر وروستۍ اندازې پاملرنه کیږي.د یاد وزارت اعلامیه ټینګار کوي چې د حج او عمرې مراسمو ترسره کوونکو لپاره د ټولو لازمو اسانتیاو چمتو کولو ته لیواله دي،

موږ په تېرو لسو کلونو کې له ۱۵۰ ملیونو زیاتو کسانو ته بشپړ خدمات وړاندې کړي دي.د سعودي د حج او عمرې سرپرست وزیر عبد الفتاح بن سلیمان مشاط وویل، «انساني غونډې د کرونا وبا په خپرېدو کې مرسته کوي، او د حاجیانو دغه شمېره د دوی د خوندیتوب لپاره ټاکل شوې ده».

باید وویل شي چې د سعودي حکومت پروسه کال هم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د حج او عمرې مراسم تر ۱۰ زرو کسانو محدود کړي وو کوم چې د سعودي دننه وي.او بهرنیو هیوادونو څخه د حج کولو اجازه چا ته هم نه وه.دا لا هم معلومه ندخږه چې د کرونا وبا کله ختمیږي او کله به بهرنیانو ته د حح کولو اجازه ورکول کیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button