لوبې

سعید اجمل: پاکستان دې د ډارنو لوبغاړو پرځای چاغ لوبغاړي ولوبوي

پاکستان کرکټ لوبډلې په وروستیو کې د انګلستان پر وړاندې په اوه شل اوریزه لوبو کې ۴-۳ ماتې وخوړه، په دې لوبلړۍ کې خوشدل شاه، اصف علي او افتخار احمد یوازې ویشتنځای ته ښکته کېده او هلته به یې یوازې حاضري ورکوله.

پاکستاني لوبغاړي 

د دغه پاکستانیو لوبغاړو خرابې کارکردګۍ ته په کتو پخوانی لوبغاړي سعید اجمل هغوی ډارن وګڼله او ویې ویل چې پرځای یې چاغ یا هغه لوبغاړي چې فیټ نه دي لکه اعظم خان او شرجیل خان لوبډله کې شامل کړئ. هغه وایي، د انګلستان پر وړاندې زموږ لوبډله داسې وه لکه د ماشومانو لوبډله، لوبغاړي بې وسه ښکارېدل، انګلستان دوی سخت وټکول، زموږ لوبغاړي دومره وېرېدلي چې ایا هغوی به لوبډلې ته امتخاب شي او که نه.

نور یی ولوله | انګلستان پاکستان ته ماتې ورکړه

نور یی ولوله | روهیت شرما د هند تر ټولو بریالی لوبډلمشر شو

سعید اجمال زیاتوي

نوموړی زیاتوي، کله چې تاسې په ډار لوبېږئ نو بیا خو هرو مرو ناکامېږئ او کله چې زړور لوبېږئ نو بریا ترلاسه کولی شئ، خو زموږ لوبغاړي په یوه لوبه کې ښه کارکردګي کوي او پاتې لس لوبو کې پرلپسې ناکامېږي.

هغه دا هم وایي، زه نه پوهېږم چې دوي څه ډول تمرینات کوي، له دې خو غوره دا ده چې چاغ لوبغاړي ولوبول شي، شرجیل خان او اعظم خان دې ولوبوي.نوموړي ویلي چاغ لوبغاړي کولی شي ښه توپ وهنه وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button