لوبې خبرونه

سهيل اختر: راشد خان د نړۍ ښه بالر دی

سهيل اختر: راشد خان د نړۍ ښه بالر دی(PSL)کې د لاهور قلندرز ټیم کپنتان سهيل اختر وايي، چې راشد خان د نړۍ غوره مقام لرونکى بالر دى او د نړۍ ټولو ليګونو کې ېې لوبه کړې ده. چې زموږ بالنګ به ورسره ډېر مضبوط او پیاوړی شي

د پاکستاني ميډیا د راپورونو پر بنسټ ، سهيل اختر وايي، چې روان کال مو (PSL) ته ډېرې چمتووالی نيولي دي او هڅه به وکړو چې د تېر په پرتله دا ځل ښې لوبې ترسره کړو.هغه وايي، په تېر پړاو کې چې موږ کومې تېروتنې کړې دي، هغه به دا ځل نه تکراروو او دا ځل به تاسې د لاهور قلندرز ډېره غوره لوبډله ښاغلی اختر وايي، چې موږ تېر کال هم ښه لوبه کړې وه،

روانکال مو يو څو بدلونونه کړي دي، خو نور ټول لوبغاړي د تېر پړاو دي. سږکال به د نوې ولولې سره مېدان ته کوزېږو او زموږ د لوبډلې جوړښت هم ډېر ښه دى.د افغان بالر راشد خان په اړه سهيل اختر وويل، چې راشد خان د نړۍ غوره توپ اچونکى دى، هغه د نړۍ په ټولو ليګونو کې ښې لوبې ترسره کړي دي.نومړی اوسمهال هم د افغانستان لپاره هم لوبه کي.

هغه زياته کړه، که چېرته راشد خان په ټولو سياليو کې زموږ سره و، نو د هغه په شتون کې به زموږ توپ اچونه ډېره قوي شي.او مونږته به بریا راوړي. هغه هماراز د هغه په اړه ویلي چې نوموړی د یو ښه بالر تر څنګ د ښه اخلاقو خاوند هم دی او هر وخت هڅه کوي چې څوک ترینه خفه نشي

img 20210211 145338

ښاغلی سهيل اختردا راز وايي، چې د لاهور قلندرز ټيم به دا ځل د يو قوي ټيم په توګه راڅرګند شي. هغه وايي، مينه وال تل زموږ لپاره مهم دي، خو روان کال دې د کورونا له امله دوى هم احتياط وکړي.هغه که څوک هم تماشې لپاره رازي نو ماسک دې ضرور کاروي تر څو د دويي ژوند وژغورل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button