نړیوال خبرونه

سهیل شاهین:د امریکا بریدونه د سولې توافق خلاف کار دۍ

سهیل شاهین:د امریکا بریدونه د سولې توافق خلاف کار دۍ د امریکا بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې هوایي حملې کړي دي، خو د طالبانو ویاند وايي دغه بریدونه د سولې د هوکړې خلاف کار کړۍ دۍ،

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه خپاره کړي ، چې د امریکا ډرود الوتکې د هلمند، زابل او غزني په غیر جنګي سیمو حملې کړي .سهیل شاهین وایي، دا د امریکا له لوري د سولې د هوکړې دقض دی او طالبان یې په کلکه غندي.تر اوسه امریکا د طالبانو د یادو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.که څه هم طالبانو هم د امریکا سره د قطر پایتخت دوحه کې د سولې د لاسلیک شوې هوکړې بندونه ندي پلي کړي،

بلخوا بیا د طالبانو هم شکایت کيږي ، چې دوی د سولې هوکړه په بشپړ ډول نه ده پلي کړي،ځکه د طالبانو بریدونو لا زور اخیستی او تاوتریخوالی یې د پخوا په پرتله نور هم زیات شوۍ .طالبانو له امریکا سره د توافق له مخې ژمنه کړې، چې له امریکایي ځواکونو سره به جګړه نه کوي او له امریکا سره یې سوله شوې، خو له افغان دولت او سرتېرو سره یې دښمني لا هم د پخوا په څېر ده، دوی د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته ملکي او نظامي تأسیسات تخریب کړيدويي لاهم ملکي ځایونو باندې حملې کوي،

اوس ویره دا ده ، که امریکا په غزني، زابل او هلمند کې د هوایي بریدونو پخلی وکړي، نو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ به پر خپلمنځي خبرو اثر وکړي او ممکن خبرې نورې هم له مشکلاتو سره مخ کړي.ټاکل شوې وه، چې په راتلونکو څو میاشتو کې د طالبانو او افغان دولت تر منځ خپلمنځي خبرې ترسره شي، خو وخت نا وخت د ځینو لاملونو له کبله د مذاکراتو نېټه نوره ځنډ سره مخ شي،

دخپلمنځي خبرو د پیل پر وړاندې تر ټولو ستر مشکل د طالبانو له خوا تاوتریخوالی او د افغان دولت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې پر سر مشکلات دي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست محمد حنیف اتمر پرون په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې افغاندولت به هغه ٦٠٠ طالب زندانیانچې د درنو جرمونو کیسونه لري، خوشې نه کړي، هغه ویلي، چې هېڅ قانون د داسې لویو مجرمینو د خوشې کولو امر نه کوي.

په دې اړه بارې نړیوالو ادارو هم ټينګار کړۍ ، چې د درنو جرمونو ترسره کوونکي طالب بندیان باید ازاد نشي .په ورته مهال افغان دولت پرون د طالبانو ٥٠ نور بندیان هم له بنده ازاد کړي خو تر څو چې د دواړو خواوو له لوري د بندیانو تبادله بشپړه شوي نه وي خپل منځي خبرې به پیل نشي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید دولت او طالبان په خپلمنځو کې ژرتر ژره پیل شي ځکه که دغه مزاکرات ځنډ سره مخ شي نو دا به د سولې خبرو فرصت د ضایع برابر وي اوس باید دولت دغه فرصت خراب نه کړي او یو داسې مېکانېزم باندې کار وکړي چې دواړه لورې په ازاده فضا کې سولې بادې او اوربند باندې توافق وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button