سهیل شاهین: د قطر تړون له مخې به د اوسنۍ حکومت پرځای نوی اسلامي حکومت جوړ کړو
سهیل شاهین: د قطر تړون له مخې به د اوسنۍ حکومت پرځای نوی اسلامي حکومت رامنځته شي. ایران ته په سفر تللي د طالبانو پلاوي تهران کې د یوې ناستې پرمهال ویلي، چې دقطر تړون له مخې به افغانستان کې د فعلي حکومت پرځای نوی اسلامي حکومت جوړ شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني ویاند او د مذاکراتي ټیم غړي ښاغلي سهیل شاهین دا خبرې د ایران پایتخت تهران کې په داسې مهال کولې، چې د ټیم دوه تنه نور غړي مولوي خیرالله خیرخواه او ملا عبدالحق وثیق هم حاضر وو.ښاغلی شاهین وايي امریکا متحدو ایالتونو سره یې د سولې تړون کې دا خبره لاسلیک کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو پایله کې به د اشرف غني په مشرۍ د کابل اداره منحل او پرځای یې نوی اسلامي حکومت جوړیږي.
هغه دغه راز ویلي، چې ددغه تړون له مخې د ۱۴ میاشتو له پوره کېدو وروسته به افغانستان کې بهرني عسکر «اشغالګر» بلل کیږي.شاهین وايي، په لاسلیک شوي تړون کې امریکایانو ته وخت ورکړل شوی چې په ټاکلې موده کې له افغانستانه ووزي، که چیرې د «مئ» میاشتې نه وروسته د امریکا یا ناټو عسکر په افغانستان کې پاتې کیږي طالبان به یې پر وړاندې جګړه کوي.
بلخوا بیا د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه شاهین د کابل حکومت تورن کړی چې د طالبانو پرضد یې پوځي عملیات پيل کړي او د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې یې شپني عملیات او چاپې زیاتې کړي او هڅه یې کړې چې ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، د کوم کار په مقابل کې چې د شاهین په خبره «دفاع» کول د طالبانو مسلم حق دی.
په ورته مهال د طالبانو د مذاکراتي پلاوي بل غړي مولوي خیرالله خیرخواه بیا د افغان دولت د داعش په ښکاره ملاتړ هم تورن کړ.نوموړي د یو سوال په ځواب کې وویلمونږ د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش جګړه ماران کلابند کړي وو؛ خو د کابل حکومت په پوځي چورلکو کې زمونږ له منګولو څخه وتښتول.