اقتصاد او سوداګري

سږکال خوست کې د تېر کال په پرتله جلغوزيو حاصلات زیات شوي دي

سږکال خوست کې د جلغوزيو حاصلات زیات شوي دي د خوست د کرني او مالدارۍ ريس حفيظ الله نوري ميډیا ته ويلي چې روان کال به په خوست کې د جلغورو حاصلات تر ۱۸ زره ټنه زيات شي.چې د تېر کال په پرتله خورا زیاتوالي پکې راغلۍ.

د حفيظ الله په خبره چې دا شميرې تر تير کال ۲۵ سلنه زياتوالی شوۍ بايد وويل چې جلغوزي نه يوازي دا چې په خوست او خوست څيرمه ولايتونو کې ګڼ شمير ځنګلونه شتون لري بلکي د افغانستان په ختيځ کې کونړ ، لغمان او نورستان کې هم د جلغوزيو ګڼ ځنګلونه موجود دي د جلغوزيو د حاصلاتو د زياتوالي خبر په داسي حال کې ورکول شوۍ چې څه موده وړاندې د انارو د زياتوالي خبر هم په سوشل ميډيا کې چلېدلۍ وو.

دزراعت وزارت روان کال کې به نږدې ۲۰۰ زره ټنه انار په افغانستان کې تولید شيد سږکال په لړ کې به د هیواد په لسو ولایتونو کې د انارو حاصلاتو لس سلنه زیات شي .د کرنې وزارت وړاندینه ښیې چې هېواد به په روان کال کې نږدې دوه سوه زره ټنه انار بازار ته وړاندې کړي چې یوازې اتیا سلنه یې به د کندهار ولایت کې تولید شوي.

بل خوا یو شمیر بڼوال له همدا اوس څخه د حاصلاتو پلور لپاره یې د مناسب بازار نشتون له امله مشکلاتو سره مخ دي د انار حاصلاتو فصل د ټولیدو په درشل کې د هېواد په صاداراتي توکو باندې بندیزونه په ځانګړې توګه د پاکستان سره په پوله کې دا بندویزونه لرې شوي نه دي.د کرنۍ مالدارۍ وزارت وړاندوینې په بنیاد رووان کال به افغانستان له ۱۹۰ زرو ټن څخه زیات انار تولید کړي. له تیر کال څخه دولس زره ټنه ډېر شوي دي.

د افغانستان ۸۰ سلنه انار د کندهار څخه لاس ته راځي او وروسته بلخ او کاپيسا افغانستان کې ډیری انار تولیدوي.پاکستان او هند بیا د افغانستان اناروعمده بازارونه جوړږي. په روان کال کې بیا پاکستان ته د ځمکې لارې او هند ته هوايي لارو په صادراتو بندیزونه لګول شوي او دې له امله تجاران هم ډېر مشکل سره مخ کړي دي.

له هغه سترو اتو سړو خونو چې دولت یې د جوړیدو ژمنه کړې ده تراوسه پورې هیڅ یوه یې هم ګټه اخیستنې ته تیار ندۍ.د هېواد کورنیو ناخالص تولیدات کې د بزګرۍ برخه پنځه ویشت سلنه دی او ډير د کلیو او بانډو میشت خلک له دې لارې څخه خپل عواید راټولوي. اوسمهال دولت ته پکار دي چې باید ټولو تجاراتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او زراعت چې زمونږ د هېواد یو مهم جز دۍ خپل اقتصاد پیاوړۍ کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button