نړیوال خبرونه

سیګار: حکومت د فساد سره په سمه توګه مبارزه نه کوي

سیګار: حکومت د فساد سره په سمه توګه مبارزه نه کوي دافغانستان د بیارغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار اداره «سیګار» وایي، د فساد په وړاندې د حکومت مبارزه بې اثره او یوازې تر جلسو جوړولو او د کاغذ پر مخ د فساد ضد طرحو تر لیکلو پورې محدوده ده.دويي وايي هیڅ ډول عملي کار ندی شوی.

د سیګار راپورتېره اوونۍ د امریکا دفاع وزارت او د نړیوالۍ پراختیا لپاره امریکایي ادارې ته لېږل شوی، پکې راغلي چې د سیسټماټیک فساد په وړاندې د حکومت مبارزه ضعیفه او بې اثره ده او د ځواکمنو کسانو بښل کېدل او یا هم له محکمې معاف کول هغه څه دي، چې په دې لاره کې يې دایمي ستونزې راولاړې کړې.سیګار له امریکا او د یاد هیواد له متحدینو غوښتي، چې په جینوا کنفرانس کې له افان حکومت سره کېدونکې احتمالي مرستې د فساد په وړاندې د حکومت په پام وړ مبارزې پورې مشروطې کړي.ترڅودويي د فساد سره جدي مبارزه پیل کړي.

په امریکایي مرستو د څار ادارې په خپل راپور کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس«یوسف نورستانی»  له فساد سره د حکومت د نه مبارزې یو مثال بللی، چې د امریکایي محکمې له لوري په فساد، اختلاس او له خپل واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنه تورن شوی؛ خو د کابل حکومت مشر «اشرف غني» نوموړی د مشرانو جرګې غړی ټاکلی او د په دې توګه یې د هغه د نیول کېدو مخه یې ډب کړې.

د سیګار له لوري پورته راپور داسې مهال خپرېږي، چې ویل کېږي دوې اوونۍ وروسته د نږدې اویا هیوادونو د بهرنیو چارو  وزیران او د افعان حکومت مالي ملاتړي په جینوا کې راټولېږي او د راتلونکو څلورو کلونو په دوران کې له حکومت سره کېدونکې مرستې اعلانوي.

سیګار: حکومت د فساد سره په سمه توګه مبارزه نه کوي
سیګار: حکومت د فساد سره په سمه توګه مبارزه نه کوي

د یادونې وړ ده چې افغانستان سره مرستې تر دې دمه هم کیږي او اکثره سکتورونه ېې په بهرینیو مالي مرستو روان دي لکه د ښوونکو معاشونه د پولیسو معاشونه د لوړ رتبه مامورینو معاشونه اود نړیوال بانک او امریکا کومکونه شامل دي دوي هر کالافغانستان سره کومک کوي یاد کومکونه د مالیې وزارت له طریق دويي ته ږرکول کیږي خو د روان اداري او مالي فسادونو له امله دويي خپل کومکونو ته د شک په نظر ګوري دويي وايي چې ښايي دغه مرستې به غلا کیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button