تجارت خبرونهنړیوال خبرونه

سیګار: واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ۱۷ میلیارد ډالره مرسته کړې

سیګار وايي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو تر اوسه امریکا دغه هېواد ته ۱۷ میلیارد ډالره ورکړي دي

سیګار دغه راپور داسې مهال خپروي چې څه موده وړاندې افغانستان کې د اسلامي حزب ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ویلي وو چې شاید طالبانو د امریکا د ترلاسه کوونکو ډالرو په مقابل کې د افغانستان هوايي حریم ورکړی وي.

د حکمتیار د خبرو پر وړاندې طالبانو کوم غبرګون ونه ښود.

تازه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره سیګار وايي، واشنگتن له افغانستانه تر وتلو وروسته ۱۷.۱۹ مېلیارډه ډالر مرسته کړې.

دا پیسې چېرته لګېدلي دي؟

دغه پیسې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د بشری مرستو کڅوړې او د امریکا د افغان همکارانو د مېشتېدا په برخو کې لګېدلې دي.

د سیګار د نوي راپور له مخې چې د جمعې په ورځ خپور شوی، ۲.۸ مېلیارډه ډالر د افغانستان د پرمختیايي چارو په برخه کې لګېدلې دي.

د سیګار په وینا، د دغو مرستو څخه ۵.۳۶ مېلیارډه ډالر په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو همکارانو په وتلو او د هغوی په مېشتولو لګېدلي دي.

نور ولولئ: سیګار وايي، طالبان د موسساتو‌ ادارو په چارو کې مداخله کوي

نور ولولئ: سیګار وايي، طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو کې مداخله کوي

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د دغو پیسو ۵.۵۳ میلیارډ ډالره یوازې د افغان کډوالو په ستنولو لګول شوي دي.

سیګار دا رنګه د افغانستان بانک هغه ۳.۵ مېلیارډه شتمني هم شمېرلې، چې په سویس کې یې افغان اماني صندوق ته سپارلې ده.

په راپور کې دا رنګه راغلي، چې امریکا لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره یو له سترو مرسته کوونکو څخه ده.

سیګار: امریکار د طالبانو په حاکمیت کې له افغانانو سره ۳۰۰ میلیون ډالر بشري مرسته کړې

د داعش په اړه د سیګار اندېښنه

سیګار په خپل راپور کې کاږلي، چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان او سیمه کې خپلو لیکو ته د نویو ځواکونو په جلبولو لګیا ده.

د افغانستان لپاره د امریکا دغه څارونکې اداره وایي، چې داعش ډلې په خپلو لیکو کې د بهرنیانو او غیر سلفي وګړو پر جذبولو ډېر پام اړولی دی.

د سیګار په وینا، په داسې حال کې چې طالبان وايي په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله فعالیت نه لري؛ خو د راپورونو له مخې د دغو بریدونو سمبالوونکو په ایران، پاکستان او افغانستان کې روزنه لیدلې او القاعده ډله او د پاکستاني طالبانو ډله لا هم په همدغه هېواد کې اوسېږي.

د یادونې وړ ده چې طالبان بیا داعش په افغانستان کې ځپل شوی بولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button