نړیوال خبرونه

سېکان په تدریجي ډول افغانستان پرېږدي

سېکان په تدریجي ډول افغانستان پرېږدي ه افغانستان څخه هره میاشت لسګونه سېکان د هند او ځینو نورو هېوادونو پاسپورټونه أباره نورو ملکونو ته سفرونه کوي او هلته بیا د دغه ملکونو پاسپورټونه هم اخلي او همدغه هېواد کې مېشت هم شو،

دهېواد ملي ارزښتونو ته تر بل هر چا زیاته ژمنه سېک لږکۍ طبقه چې له پېړیو یې په افغانستان کې تېر کړی دی، اوسمهال له هېواد نه د خپل ټبر وروستۍ جوپې هم وباسي.سېک لږکیو په افغانستان کې په کلونو او پېړیو ښه وخت تېر کړۍ، خو په دې وروستیو کې د پاکستان او سیمې د هېوادونو په نیابتي جګړه کې دغه په نشت حساب قبیله تر بل هر چا زیاته وځپل شوه او ډېرخلک ېې وژلي خو په بیا بیا به یې هم د ملي ارزښتونو ناره اوچتوله.

افغانستان کې د هند سفارت تازه په یوه اعلامیه کې ویلي چې لسو افغان سېکانو ته یې وېزې ورکړې او په هند کې یې د ژوند کولو ټولو آسانتیاوې ورته هم ورکړي دي . اعلامیه زیاتوي چې دا بهیر به روان وي او شاوخوا ۷۰۰ اهل هنود به له دط هېواد څخه وباسي افغان دولت تر اوسه دغې بهیر ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.څو میاشتې وړاندې په کابل کې د اهل هنود په یوه درمسال باندې ترهګریز برید وشو او ۲۵ کسانو چې ماشومان او ښځې هم په کې شاملې وې، مړړه شول،

یاده پېښه که څه هم په کور د ننه او بهر په کلکو ټکو وغندل شوه، خو دغې محرومې قبیلې بیا هم د افغانستان نارې وهلې. د رنجیت سېنګ په نوم یوه مشهور افغان سېک چې په ټولنیزو رسنیو کې زیات فعال هم دی، لیکلي وو چې موږ له افغان سرتېرو زیات نه یو او په وینا یې که دوښمن هره ورځ هغوی شهیدانوي، زموږ سینې او سرونه هم تر دې وطن ځار شه.دغې حماسوي وینا د ډېرو افغانانو جذبه په څپو را وستله او په دولت باندې یې د دوی د امنیت نیولو په برخه سخت شکایت وکړ،

تفریبا دوه کاله مخکې په ننګرهار کې هم یوه ځانمرګي برید د دغې لږکۍ قبیلې ګڼ شمېر وتلو څېرو او نورو غړو ته د سر زیان ورساوه چې یو یې د خالصه په نوم د ولسي جرګې ټاکنو ته هم نوماند ؤ.که څه هم په ظاهره داعش ډلې د دغې بریدونو مسؤلیتونه منلي وو، خو افغان چارواکو د دغو بیا پړه پر وسله والو طالبانو اچوله او ویل یې چې په افغانستان کې د ټولو بریدونو مسؤل طالبان دي ځکه په وینا یې دغه اورپکې ډله د ټولو ترهګرو ډلو لپاره یو ده،

په هېواد کې اوس ټول ۶۰۰ سېک فامیلونه اوسېږي چې ټول شمېر یې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ته رسېږي. دا شمېره کلونه وړاندې تر ۳۰۰ زرو هم زیاته وه چې د وروستیو جګړو او بدمرغیو له امله له هېواد څخه د تل لپارهلاړل او نورو هېوادونو کې مېشت شو،

انډیا ته تازه رسېدلو افغان سېکانو ویلي چې دوی دغه هېواد ته د تګ اراده نه لرله خو په وینا یې وروستیو وحشتونو اړ کړل چې هند ته لاړل اوس باید دولت په دې اړه چپ پاتې نشي او خپل دریز زوښانه کړي ترڅو د افغانستان نوم نور بدنامه نشي او افغانستان په نړۍ کې د یو مشول هېواد په توګه وپېژندل شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button