لوبې خبرونه

شاهد اپریدی: ۵۰ اوریزې لوبې بېخونده شوې، باید اورونه یې راکم شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او پخوانی لوبغاړی شاهد خان اپریدی وايي، چې یو ورځنۍ لوبې نورې بېخونده شوې دي، باید چې اورونه یې نور راکم کړای شي.

ای سي سي د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ ۴۰ اورونو ته راکمه کړه

شاهد اپریدي دا خبرې د پاکستان یو خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي او له ای سي سي نه یې غوښتنه کړې ده، چې پنځوس اوریزې لوبې دې له دې وروسته ۴۰ اورونو ته راکمې کړای شي. له دغه ټلویزیون سره شاهد اپریدي په خپله مرکه کې وویل، یو ورځنۍ لوبې نورې ډېرې بېخونده شوې دي، زما وړاندیز دا دی، چې یو ورځنۍ لوبې دې د پنځوس پر ځای ۴۰ اورونه شي، چې خوند یې پېدا شي.

نور یی ولوله | ګنګولي: دا ځل اسیا کپ به په عربي اماراتو کې ترسره کیږي

نور یی ولوله | د نور علي ځدراڼ پنځوسیزه او د اظهار الحق زبردسته توپ اچونه وکړه

یو ورځنۍ لوبې باید له نړیوال کرکټ څخه لیرې شي

همدا راز د پاکستان مشهور لوبغاړي وسیم اکرم هم غوښتنه کړې ده، چې له نړیوال کرکټ څخه دې یو ورځنۍ لوبې ختمې کړای شي، ځکه چې دا لوبې اوږدې دي او لوبغاړي تر ډېره شل اوریزو لوبو ته سترګې په لار وي.

په دې تړاو لا تراوسه پورې بل چا څه نه دي ویلي، خو مخکې یو ځل دا بحث پیل شوی و، چې ټېسټ لوبې دې د ۵ ورځو پر ځای ۴ ورځې شي، چې ډېر شمېر مشهورو کرکټرانو ورته غبرګون ښکاره کړی و او دا یې ښه وړاندیز نه و یاد کړی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button