ټکنالوجي

شاه رخ خان: ټکنالوژي نورهم خلک سره ليرې کړي

شاه رخ خان: ټکنالوژي نورهم خلک سره ليرې کړي د هند فلم انډستري نوموتۍ هنرمند (کنګ خان) شاه رخ خان ویلي چې که ټېکنالوژۍ خلک څومره يو بل ته نږدې کړې دي، نو همدومره يې له يو بل څخه فاصله کې کړي هم دي،

ښاغلۍ خان چې د ټېکنالوژۍ په اړه يې له يوې اميډیا سره مرکه کوله، هغه وويل چې ټېکنالوژي ډېر ګټور شى دى، خو هغه مهال سړى ډېر په عذاب شي، کله چې ستا ډېر ضروري کار وي او ځينې شيان، لکه ټلیفون کې چارج په ختمېدو وي هغه د کتابونو په اړه هم د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې کتابونه که همداسې ولوستل شي او يا هم انلاين ولوستل شي نوفایده لري، خو زه ورځپاڼې يا وېبپاڼې نه ګورم، ځکه خبرونه تاته داسې يو څه درکوي، چې څه دوى غواړي هماغه درباندې لولي، هغه وایلي زما له خبرونو نفرت دۍ او نه ېې خوښوم،

شارخ خان دا هم وويل، چې هغه په سوښل ميډیا کې ډېر نه رازي او نه پوسټونه ډېر کوي ، نو ځکه په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې تېروتنې هم نه کوي. نوموړي وویل چې د هغه د سوشل ميډیا اکاونټونه يې زياتره د هغه ټيم استفاده کوي ځکه هغه وايي چې دا مونږ سره بیلوي او نږدې والي ته مو نه پرېږدي، نو مونږ ټول باید ډېره استفاده ترینه باید ونکړو،

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې دا هم وويل، چې ټېکنالوژي د خلکو ترمنځ د ليرې والي يا واټن د ختمولو لپاره جوړه شوې ده، که څه هم ټېکنالوژۍ اوس دا کار کړى دى او خلک يې سره نږدې کړې دي،خو که مونږ اګورو ټکنالوژۍ د نږدېوالي سره سره واټن هم رامنځته کړۍ

ښاغلي خان وویل ، کله چې زه په يوه کوټه کې له يو شمېر کسانو سره ناست يم، نو پکار خو دا ده چې موږ ټول سره په خپل منځ کې خبرې وکړو، خو سرچپه ، په اوس وخت کې بيا ټول په يوه کوټه کې ناست وي او په خپلو موبايلونو کې سوشل ميډیا استفاده کوي، نو ټېکنالوژۍ تاوان دا کړى دى چې ژوند يې ټول چېټ، پېغام او ميسجونو ته راوړى دى، خو داسې ژوند زما ندۍ خوښ،

شاه رخ خان: ټکنالوژي نورهم خلک سره ليرې کړي
شاه رخ خان: ټکنالوژي نورهم خلک سره ليرې کړي

بازې ډاکټران هم د موبایل ډېر استعمال ونکړو دويي وايي چې ژوند باید په سمه توګه وي اوپکارده چې د سوشل ميډیا نه ټول خلک راوزي او په ريښتیني نړۍ کې ژوند وکړي ځکه دا ژوند یو ځل دۍ او بار بار نه رازي نو مونږ ټولو وګړو ته پکار ده چې یو بل سره مینه وکړو او یو بل سره وران نشو ټینشن وانخلو او هرکار باید په ښه توګه انجام کړو د ټکنالوژۍ استعمال باید د ضرورت پورې محدود کړو،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button