نړیوال خبرونه

شاه محمود مياخېل: د بازې ډلو نه د وطن دوستۍ توقع نه لرم

شاه محمود مياخېل وايي، چې هغه له بارې ډلو څخه د انسانيت، وطن دوستۍ او حمايت هيڅ توقع نه لري. هغه وايي چې د دغه درې ډلو له لوري د هغه مخالفت د هغه لپاره افتخار دى.او د دغه ډلو نه هیڅ ترس نه لري خپل کار او خدمت به تل ادامه ورکوي

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل دا درې ډلې په لاندې ډول يادې کړې دي:

((اول: هغه کسان او ډلې چې د افغانستان پر ضد جنګېږي، د پردیو د ګټو لپاره خپل وطن ورانوي او خپل افغانان و ژ ني. دا ډله نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله ده.افغانان باید دغو ډلو ته ډېر وخت ورنکړي او خپل وطن کور او کلي ته خدمت وکړي ترڅو خپل ګران وطن ته سوکالي او ثبات راولي او په ځان بسیا افغانستان ولري.

دويم: فاسده د هاها ډله چې ځانونو ته په نامه مدني  فعالان وایي.او نور د افغانستان غم ورسره نه وي فقت نورو ته په کارونو کې خنډونه جوړوي دوي نه خپله د افغانستان سوچ لري او نه نور خلک پريږدي چې وطن اباد کړي نو دغسې ډلو خبر ته باید غوږ نشو او که دغسې خلکو ته غوږ شوۍ نو نه به وطن اباد کړۍ او نه به وطن ته خدمت وکړۍ

دریم: هغه کسانو چې دا نظام یې په کلونو چور کړى او باجګیریانې یې کړي دي او اوس د دوی مخه په ننګرهار کې نیول شوېده.)) نو دويي غواړي چې افغانستان کې سوله رانشي او دويي فساد او لنړغري همداسې جاري وي ترڅو د دويي کاروبار هم روان وي. که فساد ختم شي نو د دويي کاروبار به خراب شي او د دو تورې پيسې به هم له منځه لاړې شي.

شاه محمود مياخېل همدا راز په خپل دغه پوسټ کې ليکي: ((د پورته دریو ډلو او د هغوى مخالفت ما لپاره افتخار دی. ما ته د دوی خفګان اهمیت نه لري بلکې د ننګرهار اکثریت ولسونه اهمیت لري.))نو ټول افغنان باید سره یو موټۍ شي ترڅو افغانستان کې سوله او ثبات راشي او افغانان د نورو د محتاجۍ نه وساتل شي.

د يادولو وړ ده چې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل يو له هغه واليانو څخه دى، چې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر فعاله دى او تر ډېره پورې د هغه خلکو په اړه هم پوسټونه کوي، چې پر هغه نيوکې کوي.نوموړۍ د کار سړۍ دۍ باید کړنې ېې وستایل شي د میاخیل صیب ستایلو سره به نور والیان هم تشویق شي او د افغانستان او خپلو سیمو ته به کاروکړي.

دا هم باید یاده کړوچې میاخیل صیب د ماسترۍ تر کچې لوړې ردکړې کړي دي او په انګلیسي ترڅنګ په ډیرو ژبو باندي پوهيږي نوموړۍ باید د ننګرهار ولایت د والي په صفت پاتې شي ترڅو نوموړۍ د ننګرهار نیمګړې پروژې سر ته ورسوي او ننګرهار نه مافیا او نور مفسدین له منځه بوزي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button