ټکنالوجي

شمالي کوریا وايي هایپرسونیک توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی

دولتي رسنیوویلي چې د چارشنبې پر ورځ شمالي کوریا یوهایپرسونیک توغندی په بریالي ډول وازمایه، دا سږکال د دوی د وسلو یوه ستره ازموینه ده. دولتي رسنۍ، کې سي اېن اې، وویل دغه توغندي ۷۰۰ کیلومتره لیرې یو هدف په دقیق ډول وویشته. دا د هایپرسونیک توغندیو دویمه ازموینه ده چې راپور یې ورکړل شوی. دا ډول توغوندي د بالېستیک توغوندیو پرتله د نسبتا اوږدې مودې لپاره د رادار لخوا نشي موندل کېدای.

دا ازموینه په داسې وخت کې کېږي چې د هېواد مشر کیم جونګ اون مخکې ژمنه کړې وه چې د پیونګیانګ دفاع به پیاوړې کړي. ښاغلي کیم د نوي کال په مناسبت وینا کې وویل چې د کوریا په ټاپووزمه کې په زیاتېدونکې توګه د بې ثباته پوځي چاپېریال له امله به پیونګیانګ خپلې دفاعي وړتیاوې پیاوړې کړي.شمالي کوریا تېرکال له جنوبي کوریا او امریکا سره د خبرواترو په ټپه درېدو په ترڅ کې یو لړ راز راز توغندي وازمويل. شمالي کوریا د هغو لږ شمېر هېوادو لکه د امریکا متحده ایالتونه او چین په کتار کې راځي چې غواړي هایپرسونیک توغوندیو ته وده ورکړي.

نور یی ولوله | د چین یو ښار ډیر شمېر اوسېدونکي په نیمه شپه قرنطین شوي

دا وروستۍ توغونه لومړی د چارشنبې پر ورځ د جاپان د ساحلي ساتونکو لخوا کشف شوه، مخکې له دې چې په سیول کې د چارواکو لخوا تایید شي. د کې سي اېن اې راپور وايي د چارشنبې پر ورځ د دغه توغندي په ازموینه کې هایپرسونیک الوتونکې ګولۍ د خپل تقویه کونکي راکټ څخه جلا شوه، ۱۲۰کیلومتره یو اړخ ته وخوځېده او وروسته یې ۷۰۰ کیلومتره لیرې یو هدف په دقیقه توګه وویشته.

راپور وايي دغې ازموینې دا هم تایید کړه چې د هغې نور وسایل لکه د الوتنې کنټرول او په ژمي کې د هغې د فعالیت وړتیا په سمه توګه کارکوي. هایپرسونیک وسلې معمولا د بالستیک توغوندیو پرتله د هدفونو پر لور په ټیټه فضا کې الوزي او د غږ له چټکتیا پنځه ځله ګړندۍ الوتنه کولای شي – په ساعت کې تقریبا ۶،۲۰۰ کیلومتره. د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي موسسې د دفاعي چارو کارپوه انکېټ پانډا د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې دا ازمویل شوی توغندی هغه ډول ندی لکه چې په تېر سپتمبر کې ازمویل شوی و. خو ځینې خصوصیات یې یو بل ته ورته دي.

دا نوی توغوندی د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۱په اکتوبر کې په پیونګیانګ کې د دفاعي وسایلو نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوی و.د توغندي دا وروستۍ ازموینه په داسې حال کې شوې چې پیونګیانګ د خوراکي توکو د کمښت سره مخ دي ځکه چې د کورونا وېروس له امله پولې تړل شوي او د هېواد اقتصاد یې سخت اغېزمن کړی.د کال د پای په غونډه کې، ښاغلي کیم وویل هېواد د مرګ او ژوند سترې مبارزې سره مخ دی او د سږکال هدفونه یې دا دي چې پرمختیا زیاته کړي او د خلکو د ژوند معیارونه لوړ کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button