کورني خبرونه
رجحان

شنبه‌های ارغواني غورځنګ، د افغان ښځو او نجونو وضعیت تر ټولو بد حالت کې دی

شنبه‌های ارغواني غورځنګ وايي، افغانستان له ناوړه بشري وضعیت تېرېږي او سرغړونې هم دوام لري

د طالبانو رژیم ورځ تر بلې هڅه کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو رول د کورونو تر کچې محدود کړي چې دغه چاره په ټول قوت سره روانه ده.

شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت تر هغې کچې خراب شوی چې په معاصر تاریخ کې تر ټولو بد وضعیت بلل کېږي.

په سیسټماټیکه توګه د ازادۍ له منځه تلل

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغه حقونه او ازادۍ چې ښځو په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه کړې وې په سیسټماتیکه توګه له منځه وړل شوې دي.

دغه غورځنګ په دې برخه کې له نړۍوالې ټولنې څخه د بېړني او مانا لرونکي ګام غوښتنه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو ناسمو سیاستونو داسې فضا رامنځته کړې چې د افغانستان نیمايي نفوس یې له سخت ظلم سره مخامخ کړی دی، د ښځو او نجونو عزت، خپلواکي او بنسټیز بشري حقونه یې لوټلي دي.

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: د م.م د ښځو برخې مسئوله: افغانستان کې ښځې له جدي ناورین سره مخامخ دي

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ښځې د ژوند په هر اړخ کې له بې ساري محدودیتونو سره مخامخې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له ښځو او نجونو د ښوونې او کار حق په اخیستو سره دغې ډلې د مېرمنو د پرمختګ مخه نیولې ده.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې

افغان میرمنې,نجونې,د افغان ښځو وضعیت

خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د طالبانو سختو قوانینو ښځې اړې کړې چې په کور کې لکه بندیانې پاتې شي او پرته له نارینه له کوره ونه وځي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د بشري حقونو له نړۍوالو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده او نړۍواله ټولنه نه شي کولای چې په دې برخه کې چوپه خوله پاتې شی

د دغه غورځنګ په وینا، ډیپلوماټیک فشارونه باید د دې لپاره وکارول شي چې طالبان خپله ناوړه پالیسي بېرته واخلي او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

دغه غورځنګ د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې غوښتي، چې د افغان مېرمنو وضعیت باید د نړۍوالو خبرو اترو په سر کې وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولس او نړیوالو له غوښتنو سره، سره بیا هم طالبانو د ښځو او نجونو پر مخ د زده کړو مرکزونه نه دي پرانیستي او نه یې هم د کار کولو اجازه ورکړي ده.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button