اقتصاد او سوداګري

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

دغه لوړ پوړي طالب چارواکي چینايي شرکت ته وویل چې پروسس به افغانستان کې کوي

د طالبانو د کانونو وزارت وايي چې د مس عینک کان وروسته ایم‌سي‌سي شرکت غواړي د افغانستان «په نورو لویو کانونو کې پانګونه وکړي.»

شهاب الدین دلاور وايي، طالبان به هغه مهال له دغه شرکت سره هوکړه وکړي چې افغانستان کې دننه د کانونو د پروسس په برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ د (غوايي نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د ایم‌سي‌سي شرکت مشر په کابل کې د طالبانو د کانونو له وزیر شهاب الدین دلاور سره وکتل.

ایم سي سي لوی چنايي شرکت

دغه چینایي شرکت یو له سترو شرکتونو څخه دی چې د مسو، سربو او جست د استخراج او پروسس په برخه کې فعالیت کوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت لېواله دی چې د افغانستان په لویو کانونو په ځانګړې توګه د مسو، سربو او جست په کانونو کې پانګونه وکړي.

نور ولولئ: د امو نفتي حوزې د ۸ څاګانو استخراج پیل شو

نور ولولئ:  د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

دلاور د دغه شرکت د لیوالتیا د هرکلي تر څنګ د دغه شرکت مشر ته د باميانو، غور او کندهار د سربو او جست کانونو په اړه معلومات ورکړل.

پاکستاني سوداګر د افغانستان او پاکستان تر منځ د شته خنډونو لرې کول غواړي

هغه وویل: «که چیرې شرکت د اسلامي امارت د شرایطو سره سم مني چې پروسس باید په افغانستان کې ترسره شي، موږ همکارۍ ته چمتو یو، که نه نو له هیواد څخه بهر د اومو موادو صادرولو او پروسس ته اجازه نه ورکول کیږي.»

د مس عینک کان قرارداد

ایم‌سي‌سي دولتي شرکت شاوخوا دوه لسیزې وړاندې د عینک د مسو کان د استخراج امتیاز ترلاسه کړ، خو له هغه وخت راهیسې یې د امنیتي دلایلو له امله د کان استخراج نه دی پیل کړی.

طالبانو په وار وار د نړۍ د دغه ستر کان د استخراج د پيل غوښتنه کړې، خو چينايي کمپنۍ له دغه کار ډډه کړې او په دې اړه يې وضاحت نه دى خپور کړى.

د طالبانو د کانونو وزارت ویلي چې د یکشنبې په ورځ د غونډې په ترڅ کې دلاور د ایم‌سي‌سي شرکت ته «د عینک د مسو کان د فعالیتونو د ګړندي کولو» لپاره اړینې لارښوونې وکړې.

طالب چارواکو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو کمپنیو د پانګونې لپاره امنیتي شرایط برابر شوي دي، خو ظاهراً دا ډاډ ورکوونکي بیانونه، هغو چینايي شرکتونو د منلو وړ نه دي چې حکومت یې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

د یادونې ده چې چینايي شرکتونو تر دې مهاله په لویه کچه پانګونه نه ده کړې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button