نړیوال خبرونه

شکریه بارکزۍ: د خاوند نه مې په پټ واده خفه یم

شکریه بارکزۍ: د خاوند نه مې په پټ واده خفه یم نوموتې افغان سیاستواله شکریه بارکزۍچې خاوند یې عبدالغفار داويدویم واده کړی، ویلي د مېړه نه په دویم واده نه بلکه په دې خفه یم چې ولې یې واده پټ وکړ،

اغلې بارکزۍ په یوه ځانګړې تلویزوني مرکه کې ویلٍي ، چې دغه ګیله هم د ژوند د ملګرې په حیث نه؛ بلکې د یوې ملګرې په توګه د ژوند ملګري نه لرينوموړې نه غواړي په دې اړه ډېر جزیات ورکړي خو وایي ښه خاوند کې یې نصیب نه و.د هغې په وینا په دې اړه نه غواړي چې ډېر بحث وکړي ، چې ګډ ژوند نه یې راضي که ناراضه وه، خو هغسې د ژوند ملګری چې مور یې درلود، د دې په نصیب نشو،

نوموړې دا هم وايي، چې پرتوقع انسانه نه ده او د ژوند ملګری یې بې نهایته ښه انسان، په بدو حالاتو کې د دې ملګری او ښه دوست و.له دې سره د شکریې په باور، هرڅوک د ګډ ژوند لپاره خپل معیارونه باید ولري .هغې له خپله سوچ د دغو معیارونو جزیات ونه ویل نوموړې د نورو جزیاتو له نه ورکولو پرته په ګډ ژوند کې پر متقابل درناوي هم ټينګار وکړ .هغه خپل ګډ ژوند له عجیبو غریبو پېښو ډک ګڼي او وایي، چې د ژوند ملګري نه یې په دویم واده ګیله صرف د انډیوالۍ ګيله وه،

هغه ویلي په دویم واده کولو نه، په دې خپه ده چې ولې خبره نشوه .د شکریې په وینا، دا وروستۍ څوک وه، چې د غفار داوي له دویم واده څخه خبره شوې ده.شکریه بارکزۍ مخکې په ځینو اوازو کې تورنه شوې وه، چې د ژوند ملګري ته یې د بندي کیدو دسیسه جوړه کړې.خو په دې مرکه کې مېرمن بارکزۍ وویل، چې د ژوند ملګری یې د مافیایي اقتصاد د دسیسې قرباني شوی.

د بارکزۍ په وینا عبدالغفار داوی چې یو مشهور تجار و، څه باندې درې کاله مخکې د اداري فساد په تور په څرخي پله زندان کې بندي کړل شو.د دې په خبره، په دې بندي کیدو کې سیاستوالو او مافیا دواړو غفار ته لاس یو کړی و.وایي د داوي له بندي کیدو وروسته یې یو ځل جمهور ریس غني ته زنګ ووهه، خو وروسته یې هیچا سره په دې اړه بحث ونکړ .د شکریې بارکزۍ په خبره دې غوښتل چې دغه موضوع رسنیزه کړي او د ژوند ملګري ته یې مدافع وکیل وګماري،

خو په خبره یې، خاوند یې دغه کار نه منع کړه او ورته یې وویل، چې د دې مسئلې رسنیز کول یې ژوند ګواښي او ممکن له وژل کیدو وروسته یې پړه هم پر دې واچول شي.وایي په همدې وجه یې دغه کار نه صرف نظر شوه د دې کیسې نه باید ټولې هغه مېرمنې غبرت واخلي څوک چې ډېر په خاوندانو باور لري او دا هاغه خلکو ته د عبرت نه ډکه قیسه ده چې بې مشورې د خپل ژوند ملګرۍ ټاکي باید په داړه نجونې اړوندو خلکو سره مشوره وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button