نړیوال خبرونه

صالح: هیڅ چرته نه یم تللی

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح تاجکستان ته د تښتې راپورونه رد کړل او ویلي یې دي، چې چېرته نه دی تښتېدلی او اراده یې هم نه لرم.

امرالله صالح یو له هغه کسانو له جملې څخه دی، چې په پنجشیر ولایت کې د ط..ال..بانو پر وړاندې مقاومت پیل کړ او له هماغه ځایه یې د مقاومت په اړه خبرې کولې.بل لوري ته ط..ال..بان د پنجشیر د بشپړ نېولو خبر ورکوي او خو د مقاومت جبهه بیا د هغوی دا خبرې ردوي او وایي چې اوسمهال هم د مقاومت جبهه د ط..ال..بانو پر وړاندې په پنجشیر کې مقاومت کوي.

20210914 160342

د امرالله صالح په اړه راپورونه خپاره شول چې د پنجشیر له سقوط څو ورځې وړاندې تاجکستان ته تښتېدلی، خو صالح وایي چې زه نه یم تښتېدلی، همدلته یم او په دې خاوره کې به خښېږم او د ژوند تر پایه به د ځان د عزت ساتلو لپاره جنګ کوم.

هغه ط..ال..بانو ته په خطاب کې زیاته کړې ده، ښایي چې له سنګره به لېرې وم خو زموږ مقاومت هیڅکله پای نه دی موندلی او تاسې د ژوند ترخو ورځو ته په تمه اوسئ.

ښاغلی صالح یو د طالبانو سختو مخالفینو څخه دی نوموړی چې به کله حکومت کې هم وو نو طالبانو خلاف به ېې بیانونه ورکول او هر وخت به ېې دا کوشش کوو چې طالبانو مخالفت وشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button