نړیوال خبرونه

صفیه وزیر: افغان الاصلې امریکایېبیا د ولسي جرګې ټاکنې وګټلې

افغان الاضله امریکایۍ صفیه وزیر د امریکا د نیوهمپشایر ایالتي ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند دممبرې په توګه کامیابه شوه او د ایالتي ولسي جرګې غړې شوه.د دې نه پرته هم ځینې نور هېوادونه هم شته چې افغان مېرمنې پکې د سنایا ولسي جرګې غړي په توګه بریالی شوي.

د متحده ایالاتود ایالتي وکیلانو ټاکنې هر دوه کاله وروسته کېږي.دې ټاکنو کې له جمهوریپال ګوند دنیس سوز له مېرمن وزیر سره پر دې څوکۍ سیالي کوله.دوی دوه کاله مخکې هم پر دغه څوکۍ سره سیالي وکړه.مېرمن وزیر دوه کاله مخې هم پر دنیس سوز برلاسې شوه چې څلور ځلې یې د ایالتي جرګې غړیتوب لرلی.نوموړی یو تکړه او مبارزه مېرمن ده او غواړي چې د سیاست په ډګر کې خپل راتلونکی جوړ کړي.

دې لومړني بري سره مېرمن وزیر د نیوهمپشایر ایالتي ادارې جوړښت ته ننوته.صفیه وزیر د نیوهمپشایر لومړنۍ کډواله استازې ده.صفیه شپږ کلنۍ کې له افغانستان ووتله.نږدې ۳۰ کلنه وزیر په شپږ کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره له افغانستان اول ازبکستان ته لاړه.پر ۲۰۰۷ کال له خپلې مور سره امریکا ته کډواله شوه.

اغلې وزیر له کنکور ښوونځي فارغه او پر ۲۰۱۳ کال د امریکا وګړې شوه.مېرمن وزیر والمرت ځنځیري پلورنځي او بیا د پوهنتون کتابتون کې له کار درې کاله وروسته له یوه ځايي کالج د زدکړو ستند ترلاسه کړ.نوموړې د تعلیم سره سره په مختلفو برخه کې تجربه هم لري نوموړې د ښه اخلاقو خاونده هم ده،

جو بایډن:د افغانستان نه د عسکرو ویستلو برخه کې د ولسمشر ټرمپ هم نظره یم

د یادونې وړده چې دنومبر په ۳ مه نېټه کې انتخابات تر سره شو او د جوبایډن او ډونلډ ټرمپ تر منځ د انتخاباتو مقابله روانه ده د امریکا مشهوره ورځپاڼې واشګنټن پوسټ په تازه خپرونه کې ویلي چې د بایډن بریا یقیني ده ځکه د رایو پایلو پر بنسټ بایډن مخکې دی.خو لا هم رسمي اعلان ندی شوۍ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button