نړیوال خبرونه

طالبان:بندیانود خلاصون لړۍ دې نوره هم تیزه شي

طالبانو د افغان دولت له بندیانو د خپلو سلګونو بندیانو د خلاصون هرکلی کړی دی، هغوي د بندیانو د خوشې کېدو أباره عکسلعمل خودلۍ او ټینګار کوي چې له کورونا وېروس د بندیانو د محفوظ ساتلو لپاره باید دا لړۍ نوره هم تیزه شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پانه لیکلي چې تېرو ۳ ورځو کې د دوی ۳۰۰ بندیان خوشي شوي، خو وایي چې دا جریان کفایت نه کوي.

شاهین همدا راز ویلي چې طالبان به هم له خپلې خوا د بندیانو خلاصون ته دوام ورکوي، او ټینګار کوي چې دا چاره به د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته لاره هواره کړي. له یوې هفتې ځنډ وروسته افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ بیا پېل کړې ده. په دې لړ کې ۹۸ تنه نور طالب بندیان یکشنبه ماښام د څرخي پله له بندخونې نه خوشې شول.

یادو بندیانو په خوشې کیدو سره د ټولو خوشې شویو طالب بندیانو شمیر ۷۴۸ تنو ته رسیږي. طالبانو هم تر دې دمه په کندهار، لغمان او کندوز ولایتونو کې په څو پړاوونو کې یو شمېر بندیان خوشي کړي دي. افغان حکومت د ځینو خوشي شویو بندیانو په ا ړه ویلي وو چې ولسي خلک دي، خو په کندوز کې د خوشي شویو بندیانو په اړه یې ومنله چې د افغان امنیتي ځواکونو سرتېري پکې وو.

بل خوا ته افغان دولت له طالبانو غوښتي چې د کورونا وېروس د لا خپرېدو د مخنيوي او پر دې وېروس اخته کسانو ته د مرستو رسولو لپاره دې “بشردوستانه” اوربند ومني.

دا خبرې د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي نن (دوشنبې، غویی ۱۵/ مئ ۴) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

خو طالبان وايي امریکا او افغان حکومت د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي. دې ډلې وړاندې هم د اوربند په اړه د افغان حکومت غوښتنه رد کړې وه.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ټېنګار وکړ چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د کورونا وېروس موضوع بابېزه ونه ګڼي او تاوتریخوالی کم کړي، څو پر کورونا اخته کسانو ته په وخت ګټورې مرستې ورسېږي او د وېروس د خپرېدو مخنیوی وشي.

صدیقي وویل، که طالبان تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکړي که وضعیت خرابېږي، نو بیا به یې پړه د دوی پر غاړه وي.

د افغان ولسمشر ویاند په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونو ته په اشارې سره وویل دې بریدونو پر سولې د خلکو باور کم کړی دی خو ټینګار یې وکړ چې سوله لا هم د افغانانو او افغان حکومت لپاره لومړیتوب دی.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي وايي، د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ د بندیانو د خوشي کېدو په برخه کې مهم ګامونه اخیستل شوي خو د ده په وینا، اوس مهمه خبره دا ده چې طالبان څه کوي؟ غواړي سوله وکړي او که جګړه روانه ساتي؟

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button