نړیوال خبرونه

طالبان:د هوکړې پر بنسټ باید ټول امریکايي فوځییان افغانستان پرېږدي

طالبان:د هوکړې پر بنسټ باید ټول امریکايي فوځییان باید افغانستان پرېږدي قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال غني برادر وایي، د دوحې د هوکړې پر بنیاد باید بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ژر بهر شي کنه طالبان بیا لازمې تصمیم له ځانه سره ولري.

د دغه ډلې سیاسي دفتر مرستیال عبدالغني برادر په یوه مرکه کې ویلي دي، که چیرې بهرني ځواکونه په ټاکل شوې نېټې د افغانستان څخه بهر نه شي په دې وخت کې بیا د دې ډلې مشرتابه به نوې پریکړې ونیسي.د متحده ایالت او طالبانو د اتلسو میاشتو نه وروسته تېر کال په دوحه کې هوکړه لیک لاسلیک کړه چې په څلور ټکو باندې متمرکزه ده او په دې کې طالبان او امریکا ژمنه دي د امریکا د د دوحې توافق لیک په بنسټ ټول پوځیان چې ملاتړې یې هم دې هغه که ښوونکي او یا سلاکاران دي باید په ١٤ میاشتو کې د افغانستان څخهاووځي،

ملا برارد ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو مهال وېش ټولو خواو ته معلوم دۍ او په بنسټ یې باید افغانستان پریږدي، بلخوا بیا د متحده ایالاتودفاع وزیر مخکې هم ویلي چې امریکا د دوحې توافق لیک اول پړاو پلی کړی دی او خپل پوځیان یې د افغانستان څخه ویستلي اوله اوو اډو څخه یې اته زره امریکايي سرتیري ویستلي دي.خو مل برادر خبرداری ورکوي چې که چېرې امریکايي ځواکونه ټاکل شوې نیټې باندې بهر نه شي طالبان بیا په دې اړه نوې لازمې پریکړېله زانه سره ولري

نوموړي دا هم ویلي دي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د پردې ترشا هېڅ ډول پریکړې شتون نه لري او بین الافغاني خبرو پيلېدلو لپاره باید پنځه طالب زندانیانو خوشې کیدل شي چې د نوملړ په بنسټ ووسي.اوس مهال افغان دولت د طالبانو سلګونه بندیان ازاد کړي دي ، خو د درنو جرمونو د طالب بندیانو په اړه چې تر دې مخکې افغان دولت او نړیوالې ټولنې مخالفت درلود، د هغوی له ډلې یې هم ٥٠ تنه بندیان خوشې کړي دي

دغه ډلې په مشروط ډول له لوی اختر وروسته د پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو لړۍ په بشپړېدو سره د بین خپلمنځي مزاکرات د شروع کېدو خبر ورکړۍ .د دواړو خواوو له لوري د بندیانو په خوشې کولو کې پرمختګونه شوي، خو د طالب بندیانو له خوشې کولو جګړه ورځ تر بلې نور هم زیاتيږي،

د مریلنډ پوهنتون په خپله یو تازه مقاله کې ذکر کړي چې په ټوله نړۍ کې یوې ترهګرې ډلې هم د طالبانو هومره حملې کړي نه دي.د مریلنډ پوهنتون د ترهګرۍ د مطالباتو څانګې معلومات ښیي چې وسله والو طالبانو د نړۍ تر بلې هرې ترهګرې ډلې زیات تاوتریخوالی او بریدونه کړي دي.

دغه پوهنتون داسې مهال د ترهګرۍ د مطالعاتو د څانګې له ډیټابیس څخه د وسله والو طالبانو افراطیتونه افشا کوي چې له امریکا سره د سولې له توافق را په دې خوا یې د افغان دولت او په ټوله کې د افغان وژنې پر وړاندې تاوتریخوالی په بې سارې توګه ډېرې کړي، اوس وخت ددې رارسېدلۍ دۍ چې باید دواړه لورې په یو میز کیني او ژر تر ژره دغه توافق عملي شي او افغانستان کې سوله شوني هم شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button