نړیوال خبرونه

طالبان:مونږ په اینده کې سم اسلامي نظام غواړو

طالبان:مونږ په اینده کې سم اسلامي نظام غواړو.دوسله والو طالبانو دوحې د دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وایي، چې دوی د دیموکراسۍ تر چتر لاندې موقت یا بل حکومت نه؛ بلکې بشپړ اسلامي نظام غواړي.ځکه ددوی پر وینا مونږ ټوله مبارزه همدې لپاره کړې ده چې یو اسلامي نظام قایم کړو.

ښاغلي نعیم ږردک په یوه مرکه کې ویلي، چې دیموکراسي له اسلامي نظام سره په ټکر کې ده او دوی ورسره مخالف دي.د طالب ویاند په خبره، دوی په افغانستان کې کوم موقت حکومت نه؛ بلکې بشپړ اسلامي نظام او د افغانستان خپلواکي غواړي.هغه په ورته وخت کې د پياوړي مرکزي او مسوولیت منونکي نظام رامنځته کیدل خپل اصل یاد کړی.هغه ویلي چې زمونږ اصلې موخه د مبارزې همدا ده چې په افغانستان کې یو اسلامي نظام قایم کړو.

د دې وړاندې له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم یو شمېر غړو طالبان تورن کړي، چې له اسلامي نظام څخه خپل واضح هدف نه ورته بیانوي او په عمومي خبرو وخت ضایع کوي.دوی ږیل چې باید ولس د سولې مزاکراتواو اجنډا څخه ولس با خبره وساتل شي تر څو اینده کې بیا هیڅوک ملامت نه وي او افغانان په ازاده فضاء کې ژوند وکړي.

د سولې مزاکراتي پلاوي یوه غړي محمد امین احمدي ویلي، چې وسله وال طالبان د افغانستان په اساسي قانون کې د بشري حقونو، ښځینه حقونو او نورو حقونو یادونه له اسلام څخه د باندې ګڼليهغه وای چې اینده کې به معلوم شي چې اساسي قانون څومره په کار اچول کیږي او څومره ګټه ترینه اخیستل کیږي.

طالبان:مونږ په اینده کې سم اسلامي نظام غواړو
طالبان:مونږ په اینده کې سم اسلامي نظام غواړو

هېره دې نه وي چې په دې اړه سوشل میډیا کې هم خبرې اترې کیږي او عام وګړي وای چې باید نور یو داسې جاممع نظام ولرو چې د ټولو خلکو حق پکې موجود وي نه داسې چې د ټولوافغانان غوښتنې پکې نهي مطرح باید ټول سیاسی جهتونه او ټولنې لاس پکار واچوي او د افغانستان سولې لپاره ځانګړی کوښښ وکړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button