نړیوال خبرونه

طالبانودولسمشرغني داوربندغوښتنه ردکړه

 افغان و لسمشرغني پرون له وسله والو طالبانو غوښتي چې په اوسني حساس حالت کې دې اوربند وکړي او جګړه دې ودروي. هغه همداراز د ملي امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې له خپله اړخه د اوربند د چمتوالي خبر ورکړی دی. ارګ ویلي دې ناسته کې د طالب بندیانو د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ زیاتېدو ته په پاملرنې، افغان دولت د تېر په څېر د اوربند پلوی دی او غواړي چې په دې برخه کې عملي اقدامات وشي.

سرچینې ویلي؛ په همدې ترتیب په غونډه کې څرګنده شوه چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو اقدامات د ژمنو، مشخصو میکانېزمونو او د قانون په چوکاټ کې د اصولو مطابق دوام لري، خو متاسفانه په دې برخه کې د طالبانو له لوري ځینې ابهامات موجود دي.

وسله والو طالبانو په تازه غبرګون کې د ولسمشر غني وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې حکومت دا کار د خپلو ګټو لپاره کوي.

د طالبان ویاند بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې ولسمشر غني او ډله یې اوربند د خپلو ګټو لپاره کاروي، پر همدې اساس اوربند نه کوي. خو طالبانو نه ده څرګنده کړې چې اوربند څه ډول حکومت د خپلو ګټو لپاره کاروي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد همداراز ویلي باید د اوربند لپاره ددوی بندیان خوشې شوي وای. په داسې حال کې چې حکومت تر شا او خوا ۳۵۰ پورې طالب بندیان خوشې کړي دي.

د بندیانو د خوشې کولو په اړه څه وخت وړاندې طالبانو ویلي چې بندیان نا معلوم دي او په دوی پورې تړاو نه لري، په داسې حال کې چې همدوی یو شمیر بندیانو ویلي چې بیا به جګړې ته ستانه نه شي او ژمنه یې کړې چې سوله به کوي.

اوس افغانستان حساس حالت کې قرار لري، د کرونا وبا چې ورځ تر بلې یې په افغانستان کې پيښې په زیاتیدو دي، یو لوی بحران رامنځته کولی شي، خو د بحران مخنیوی لپاره یوه لاره دا ده چې هر څه پاتې او یوازې یې پر ضد ملت، دولت او ډلې یو ځای شي، یعنې شریک کار وکړي. هغه داسې چې له جګړې بیخي بې غمه اوسو، د خلکو پوهولو، د اړتیا وړ امکاناتو، درمل رسولو، وقایې او تداوۍ ته یې سل سلنه پام واړوو.

ځکه د امریکا په شمول د نړۍ پیاوړي دولتونه – ملتونه د کرونا ضد مبارزه کې نه دي بریالي شوي، هغوی اسانتیاوې، امکانات او هر څه په واک کې لري، ملت یې هم هوښيار دی، په نیمه پوهیږي، داسې سرټمبه خلک نه وي په کې چې کرونا سره په یو او بل نوم ټوکي وکړي او ژوند یې واخلي، یعنې احتیاط او ځان ساتنه کوي، خو بیا هم ورځ تر بلې په کې د کرونا بحران پراخیږي، نو فکر وکړئ که خدای مه کړه افغانستان کې وضعیت داسې یوه حالت ته خدای مه کړه ورشي، نو زموږ حال به څه وي.

بل پلو د بې پولې ډاکټرانو له قوله یوه راپور کې ویل شوي چې په ځینو سیمو کې یې د طالب جنګیالو په لیکو کې معاینات کړي چې د یو شمیر یې د کرونا ټسټونه مثبت راوتلي دي. ویل شوي چې د نورو معایناتو لپاره د طالبانو د مشرانو له خوا اجازه نه ده ورکړل شوې.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button