نړیوال خبرونه

طالبانو افغان سیاستوالو ته خطونه استولي

طالبانو افغان سیاستوالو ته خطونه استولي.که څه هم وسله والو طالبانو له اوږدې مودې راپدېخوا د سولې په مخامخ خبرو اترو کې خنډونه جوړول، خو اوس یې تازه داسې کوششونه پیل کړی چې ښايي د سولې بندې دروازې څه ناڅه بیرته کړي. 

طالبانو په دې اقدام کې ځینو افغان سیاسي څېرو ته د مستقیمو مذاکراتو په موخه لیکونه استولي دي او ترې غوښتي یې دي چې مخامخ ورسره ګوري.یو شمېر باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو غوښتي په انفرادي توګه له ځینو سیاسي څېرو سره لیده کاته ولري چې له همدې امله یې دوی ته لیکونه استولي او له دوی یې د مذاکراتو غوښتنه کړې ده.

په دې ډله کې یو هم د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دی چې د طالبانو لیک ورته رسېدلی دی او غوښتنه یې ترې کړې چې ملاقات ورسره وکړي.د حکومت ځینو نورو چارواکو هم په څرګندونو کې دا د نفاق راوستو لپاره د طالبانو هڅه بللې ده او ټینګار یې کړی چې هېڅکله به یې ونه مني.

inbound8307292746287718265

طالبان غواړي له سیاسیونو سره د جلا جلا کتنو له لارې د هغوی ملاتړ جلب کړي او د هغه خوب په رښتیا کولو کې ګټه ځنې واخلي، چې ګواکې دوی به واک ته رسېږي. هغه څه چې نه یې افغانان او نه هم نړۍوال ورسره مني. دا په داسې وخت کې ده چې له څه مودې راپدېخوا د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او هېڅ پرمختګ پکې نشته

او په هېواد کې جګړه ورځ تر بلې زور اخلي.عام افغانان دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي دي او له ښکېلو اړخونو غواړي چې ژر تر ژره اوربند وکړي او د سولې بندې دروازې نور بیرته کړی، څو د خلکو اوږده هیله پوره شي، خو طالبانو د اوربند غوښتنه په ټوپک ځواب کړې او تر اوسه یې په دې اړه هیڅ نه دي کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button